کابل (پژواک ٢٨ سلواغه ٩٧): وسله وال طالبان وايي، دا چې د دوى مذاکراتي ډلې زياترو غړو ته د تور ليست له امله د سفر زمينه برابره نه شوه، نو په اسلام اباد کې له امريکايي پلاوي سره د دوى غونډه وځنډېده.
د دې ډلې له وياند ذبيح الله مجاهد، پژواک خبري اژانس ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، ټاکل شوې وه چې د روانې میلادي میاشتې په ۱۸مه نېټه (سبا د سلواغې ٢٩مه) له امریکايي پلاوي سره د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د طالبانو د مذاکراتي ټیم غونډه وشي.
ده زياته کړې: "اسلامي امارت په یاده غونډه کې د خپلو استازو د ګډون تابیا نیولې وه، خو متاسفانه چې د اسلامي امارت د مذاکراتي ټیم زیاترو غړو ته د امریکا او ملګرو ملتونو د تور لست له امله د سفر زمینه مساعده نه شوه، له همدې امله یاده غونډه وځنډېده."
د هغه په وينا، د غونډې ځنډېدل په طالبانو پورې اړه نه لري، ځکه د دوى له لوري غونډې ته پوره چمتووالی نیول شوی وو.
دى وايي: "نور چې په دې اړه په رسنیو کې کوم راپورونه اورېدل کېږي چې ګنې دا غونډه د اسلامي امارت له خوا لغوه شوې او یا نور لاملونه یادیږي، هغه هیڅ حقیقت نه لري."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن