ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په دوبۍ کې د کرنیزو محصولاتو نړیوال نندارتون پرانیستل شو

په دوبۍ کې د کرنیزو محصولاتو نړیوال نندارتون پرانیستل شو

author avatar
17 Feb 2019 - 17:26
په دوبۍ کې د کرنیزو محصولاتو نړیوال نندارتون پرانیستل شو
author avatar
17 Feb 2019 - 17:26

کابل (پژواک، ۲۸سلواغه ۹۷): د کرنیزو محصولاتو نړیوال نندارتون په متحده عربي اماراتو کې د سوداګریز مرکز ګلفوډ «GulFood» په نندارتون کې پرانيستل شو.

د کرنې له وزارت څخه پژواک خبری اژنس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه نندارتون نن (یکشنبه) د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد دراني له خوا پرانیستل شو او د پنځو ورځو لپاره به دوام ولري.

خبرپاڼه زیاتوي، په دې نندارتون کې افغانستان ۲۸ ګډونوال یا غرفې لري او په دغو غرفو کې مېوې، لبني مواد او خپل نور ډول ډول تولیدات يې نندارې ته وړاندې کړي دي.

سرچينه وايي،همداراز د یاد نندارتون د محصولاتو د نندارې په موخه ۲۳ نور افغان شرکتونه هم په دې نندارتون کې حضور لري.

سرچینه کاږي، د دې نندارتون په پرانیست غونډه کې د امریکا متحده ایالاتو نړیوالې پراختیایي ادارې «USAID» استازى، د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر عتیق الله نصرت، د سوداګریزې بڼوالۍ او کرنیزې بازار موندنې د برنامې «CHAMP» استازى او یوشمېر افغان سوداګر هم موجود وو.

د خبرپاڼې د معلوماتو په اساس، تېره شپه د کرنې وزیر دراني په هغې غونډه کې چې افغان سوداګر، په اماراتو کې د افغانستان سفیر او د افغانستان د کرنیزو توکو د صادراتو په برخه کې مرستندویه بنسټونه په کې وو، د کرنیزو توکو د صادراتو د ودې لارې چارې وارزولې، ترڅو په دې برخه کې شته ننګونې او خنډونه له منځه یوسي او هغه مثبت بدلونونه چې د افغانستان په کرنه کې رامنځته شوي دي، تلپاتې شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.