کابل (پژواک، ٢٨ سلواغه ٩٧): اجرائیه رییس د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي سره د کتنې پر مهال ویلي چې په هېواد کې د څلوېښت کلنې جګړې تر پای ته رسولو بل هېڅ لومړیتوب نشته.
یاد مطلب د اجرائیه ریاست له خوا پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، د ملي یووالي حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله نن سهار په کابل کې د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره و کتل.
سرچینې لیکلي، په دې کتنه کې خلیلزاد د سیمې او نړۍ له هېوادونو د کتنې او د سولې په خبرو کې د پرمختګونو په اړه د هېواد اجرایه رییس ته معلومات ورکړل.
عبدالله په افغانستان کې د سولې راوستو لپاره د زلمي خلیلزاد او د امریکا دولت له هڅو مننه وکړه، سولې او پخلاینې ته رسېدل یې د خلکو هیله مندي وبلله او ویې ویل، په هېواد کې د څلوېښت کلنې جګړې له پای ته رسېدو پرته بل هېڅ لومړيتوب نشته.
د خبرپاڼې د معلوماتو پر اساس، د دې کتنې پر مهال په کابل کې د امریکا سفیر هم ګډون درلود، اجرائیه رییس د سولې په خبرو کې د افغانانو پر مالکیت او عادلانه، با عزته او تل پاتې سولې ته پر رسېدو ټینګار وکړ.
زلمی خلیلزاد به د روانې اوونۍ په جریان کې په سلام اباد کې له پاکستاني چارواکو او طالبانو سره جلا کتنې ولري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن