د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د لوګر د خروار او ازرې ولسوالیو لارې د ډېرې واورې له امله تړل شوې

د لوګر د خروار او ازرې ولسوالیو لارې د ډېرې واورې له امله تړل شوې

Feb 17, 2019 - 15:21

پل علم (پژواک، ٢٨ سلواغه ٩٧): په لوګر د پرله پسې واورې ورېدو له امله د خروار او ازرې ولسواليو لويې لارې له مرکز پل علم سره تړل شوې دي.

په دې اړه د خروار ولسوالۍ يوه قومي مشر محمد ناصر د سلواغې په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د خروار- پل علم لويه لار د ډېرې واورې له امله د خواجه انګور کوتل په سيمه کې تړل شوې ده.

هغه وايي: ((له څو ورځو راهيسې لار بنده ده، د خوراکي توکي بيې لوړې شوې او يو شمېر کسان مريضان دي چې بايد مرکز پل علم او يا هم بايد کابل ته انتقال شي.))

دغه راز د ازرې اوسېدونکي محمد ابراهيم هم پژواک ته وويل چې له تېرې يوې اوونۍ راهيسې د ولسوالۍ لويه لار له مرکز سره تړل شوې ده.

نوموړي زياته کړه: ((يوه هفته شوه چې لاره بنده ده، خلک په سخت مشکل دي، د واورې د پاکېدو لپاره تر اوسه هېڅ اقدام نه دى شوى.))

همدارنګه د لوګر ولايتي شورا مرستيال عبدالولي وکيل پژواک ته وويل چې سږ کال د فوايد عامې رياست د ازرې او خروار ولسواليو د لويو لارو د واورې پاکولو مسووليت پر غاړه لري.

دى وايي: ((په سر د کال کې مو له فوايد عامې رياست سره دغه خبره پاکه کړې وه، خو اوس چې واوره شوې، لار بنده ده، هېڅ اقدام نه کوي.))

ده ټينګار وکړ چې خلک په سختو ستونزو کې دي،  د فوايد عامې رياست بايد هرڅه ژر دغه لارې بيرته پرانيزي.

بل لور ته د خروار او ازرې ولسوالانو هم ومنله چې د دغو ولسواليو لويې لارې له مرکز پل علم سره تړل شوې دي.

په دې اړه د لوګر د فوايد عامې رييس محب الله حکمت پژواک ته وويل چې د کابل- ګردېز لويې لارې تر څنګ د ولسواليو د لارو پر پاکولو هم بوخت دي.

هغه وايي: ((د واورې پاکولو په برخه کې موږ تر خپل وس پورې اجراات کړي دي، خو د وسايلو له کمبود سره مخ يو، ټولو ځايونو کې همزمان کار نه شو کولاى.))

ده ژمنه وکړه چې ډېر ژر به ټولې لويې لارې بېرته د ترافيکو پر مخ پرانيستل شي.

د يادونې ده، ازره او خروار د لوګر ولايت له لرو پرتو او نا امنو ولسواليو شمېرل کېږي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement