ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هوا پېژندنې اداره: راتلونکی کال به د اوبو دکمښت ستونزه نه وي

د هوا پېژندنې اداره: راتلونکی کال به د اوبو دکمښت ستونزه نه وي

author avatar
17 Feb 2019 - 17:44
د هوا پېژندنې اداره: راتلونکی کال به د اوبو دکمښت ستونزه نه وي
author avatar
17 Feb 2019 - 17:44

کابل(پژواک،۲۸ سلواغه ۹۷): د افغانستان د هوا پېژندنې اداره د تېرو کلونو په پرتله په هېواد کې د اوسني اورښت کچه د قناعت وړ بولي او وايي، په ولایتونو کې د پرله پسې درنې واورې او باران ورښت په راتلونکي کال کې د وچکالۍ خطر له منځه وړی دی.

د افغانستان د هوا پېژندنې د ادارې د وړاندوینې امر نسیم مرادي کهمردي پژواک ته د ځانګړې مرکې پر مهال وویل، د روان کال له پیله تر نیمايي د وچکالۍ، د علوفې د نشتون او اوبو کموالی په عمومي ستونزه او د رسنیو پر تودو بحثونو بدل شوي و خو د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې اورښت دې اندېښنو ته د پای ټکی کېښود.

نوموړي زیاته کړه، په بېلا بېلو ولایتونو کې وروستي اورښتونه د ځمکې لاندې او سطحي اوبو په زېرمو کې تر حده د زیاتو اوبو د زېرمه کېدو لامل شوي او دا د وچکالۍ په کمېدو کې اغېزمن رول لرلای شي.

هغه زياته کړه، د اورښت اندازه د تېرو دوو کلونو په پرتله زیاته ده او د شته راپورونو له مخې په ۱۳۹۵ کال کې په سالنګونو کې شاوخوا ۳۵۶ سانتي متره واوره ورېدلې وه، په ۱۳۹۶ کال کې د واورې اندازه شاوخوا ۸۸ سانتي وه، خو په روان کال کې چې تر اوسه هم د زیاتو واورو د ورېدو امکان شته په سالنګونو کې ۳۶۸ سانتي واوره شوې ده.

هغه په ډاګه کړه چې د ارقامو له مخې، د روان کال په مرغومي کې د اورښت اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله له درې برابره زیاته وه.

کهمردي زیاته کړه: ((د تېر کال په مرغومي میاشت کې د اورښت کچه ۲،۶ ملي متره وه خو د روان کال په همدې میاشت کې د اورښت اندازه ۶،۴۷ ملي متره یعنې د تېر کال په پرتله درې برابره زیاته شوې ده.))

نوموړي زیاته کړه، د اوبو د اندازې او وچکالۍ د خطر معلومول د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت دنده ده، خو د هوا پېژندنې پرمختللو امکاناتو او تجهیزاتو ته په کتو د اورښت کره اندازه دغه اداره معلوموي.

هغه وویل: ((دغه ټکنالوجي موږ ته واک راکوي څو ووایو چې په راتلونکو میاشتو کې به هم د هېواد په زیاتره لوېدیځو، شمال لوېدیځو، شمالي او شمال ختیځو برخو کې زیات اورښت موجود وي.))

د یادونې ده چې د افغانستان د هواپېژندنې د ادارې ریاست په ۱۳۹۵ کال کې د هوا پېژندنې د نړیوال سازمان ( (WMO او څو نورو پروګرامونو په مرسته جوړ شوی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.