کابل (پژواک، ۲۸ سلواغه ۹۷): د ولسي جرګې یو شمېر غړي د ټاکنیزو کمېسیونونو د غړو له دندو د ګوښه کېدو د هرکلي تر څنګ د ټول هېواد د رایو د لغوه کېدو غوښتنه کوي او وايي، د ولسي جرګې ټاکنې دې دویم ځلي له ولسمشرۍ ټاکنو سره یو ځای ترسره شي.
د ولسي جرګې له سلو ډېرو برحاله غړو نن په اعتراضي غونډه کې د ولسي جرګې د وروستیو پایلو د اعلان د بدو پایلو د ګواښ تر څنګ وویل، دغه بهیر باید و درول شي او له ولسمشرۍ ټاکنو سره یو ځای د ولسي جرګې پر تازه مهالوېش کار وشي.
دوی وويل، د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې د شته درغلیو او سرغړونو په اړه د ولسي جرګې د اوسنیو غړو او نوماندانو سره کافي اسناد او مدرکونه شته او د دې ستونزې د حل لپاره یې له لویې څارنوالۍ څخه وغوښتل چې په بشپړه بېطرفۍ په دې بهیر کې له اړوندو کسانو سره قانوني چلند وکړي.
دغه راز دوی د ټاکنیزو کمېسیونونو د «سرغړوونکو» غړو له خوا د ولسي جرګې لومړنۍ او وروستۍ پایلې د نه منلو وړ وبللې او له ولسمشر او نوې رهبرۍ څخه چې ټاکل شوې ټاکنیزو کمېسیونونو ته ور معرفي شي، وغوښتل چې د ۱۸ او پاتې نورو ولایتونو د استازو بریالي کېدل بې باوره اعلان کړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د سلواغې په ۲۰ مه له ۱۸ ولایتونو څخه ولسي جرګې ته ۸۰ بریالیو نوماندانو ته اووه ټاکنیزې وثیقې ووېشلې.
په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو برحاله استازي صالح محمد سلجوقي وویل، په ټاکنیزو کمېسیونونو کې مدیریتي کمزورتیا د دې لامل شوه چې په ټاکنو کې پراخې درغلۍ ترسره شي.
هغه زیاته کړه: ((هېوادوالو په ډېره مینه او لېوالتیا قربانۍ ورکړې او پر امنیتي ګواښونو سربېره په يې ټاکنو کې برخه واخیسته، خو د په مرکز او ولایتونو کې د ټاکنیزو کمېسیونونو غړو د خپلو شخصي ګټو لپاره درغلي وکړه چې د دوی دا کار د ولسمشر د زړورې پرېکړې لامل شو او څارنوالۍ ته معرفي شول.))
په ورته وخت کې افغان ولسمشر د سلواغې په ۲۴ مه د فرمان په صادرولو سره د ټاکنیزو کمېسیونونو رئیسان او کمېشنران له دندو ګوښه او وروسته څارنوالۍ له دندې لرې شوي ۱۲ کسان ممنوع الخروج اعلان کړل.
سلجوقي زیاته کړه، که د تېرو ټاکنو پایلې ومنل شي، په افغانستان کې یو لوی بحران رامنځ ته کوي چې پړه به یې د ټاکنیزو کمېسیونونو پر مسوولینو وي.
په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو اوسني استازي نعمت الله غفاري د ټاکنیزو کمېسیونونو د غړو د ګوښه کېدو په اړه د ولسمشر له پرېکړې هرکلی وکړ او له لویې څارنوالۍ یې وغوښتل چې د بېطرفۍ په ساتلو په درغلۍ کې له ښکېلو کسانو سره قانوني چلند وکړي.
د ولسي جرګې منشي عرفان الله عرفان په دې ناسته کې وویل: ((موږ د رڼو ټاکنو تمه درلوده، خو کمېشنرانو د پیسو په بدل کې ځينې نوماندان بریالي اعلان کړل، یاد کمېشنران باید بندي شي او موږ دا کار کوو او چوپ نه پاتې کېږو.))
هغه ادعا وکړه چې کمېشنرانو د ځينو نوماندانو د بریالیتوب لپاره د اړتیا وړ رایې له ۴۰۰ زرو څخه تر یو میلیون او ۸۰۰ زره ډالرو پلورلې او له همدې امله باید تېرې ټاکنې لغوه او بیا ترسره شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن