د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

طالبان: په اسلام اباد کې له امريکايي پلاوي سره غونډه وځنډېده

طالبان: په اسلام اباد کې له امريکايي پلاوي سره غونډه وځنډېده

Feb 17, 2019 - 19:06

کابل (پژواک ٢٨ سلواغه ٩٧): وسله وال طالبان وايي، دا چې د دوى مذاکراتي ډلې زياترو غړو ته د تور ليست له امله د سفر زمينه برابره نه شوه، نو په اسلام اباد کې له امريکايي پلاوي سره د دوى غونډه وځنډېده.

د دې ډلې له وياند ذبيح الله مجاهد، پژواک خبري اژانس ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، ټاکل شوې وه چې د روانې میلادي میاشتې په ۱۸مه نېټه (سبا د سلواغې ٢٩مه)  له امریکايي پلاوي سره د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د طالبانو د مذاکراتي ټیم غونډه وشي.

ده زياته کړې: "اسلامي امارت په یاده غونډه کې د خپلو استازو د ګډون تابیا نیولې وه، خو متاسفانه چې د اسلامي امارت د مذاکراتي ټیم زیاترو غړو ته د امریکا او ملګرو ملتونو د تور لست له امله د سفر زمینه مساعده نه شوه، له همدې امله یاده غونډه وځنډېده."

د هغه په وينا، د غونډې ځنډېدل په طالبانو پورې اړه نه لري، ځکه د دوى له لوري غونډې ته پوره چمتووالی نیول شوی وو. 

دى وايي: "نور چې په دې اړه په رسنیو کې کوم راپورونه اورېدل کېږي چې ګنې دا غونډه د اسلامي امارت له خوا لغوه شوې او  یا نور لاملونه یادیږي، هغه هیڅ حقیقت نه لري." 

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement