د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ننګرهار کې لس زره کیلوګرامه چاودېدونکي توکي او مهمات نیول شوي

ننګرهار کې لس زره کیلوګرامه چاودېدونکي توکي او مهمات نیول شوي

Feb 17, 2019 - 14:37

جلال اباد (پژواک، ۲۸ سلواغه ۹۷): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې د ملي امنيت موظفينو د ځینو عملياتو پر مهال د چاودېدونکو توکو، وسلو او مهماتو د انتقال په تړاو اته کسان نيولي دي.

چارواکي وايي، له يادو کسانو سره په يو ټېلر موټر کې بار لس زره کيلوګرامه امونيم نايتريت، لاسي بمونه، د زيکو يو مرمۍ او تومانچې نيول شوې دي.

نيول شوي کسان او وسلې د سلواغې په ۲۸مه د ملي امنيت رياست په انګړ کې خبريالانو ته وښودل شول او په تړاو يې چارواکو معلومات هم ورکړل.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل خبريالانو ته وويل چې د ملي امنيت موظفينو ياد کسان او توکي د تېرې يوې اوونۍ په جريان کې نيولي دي.

دی وايي، د مومنددرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې په يو ټېلر موټر کې په ۲۵۰ بوريو کې بار لس زره کيلوګرامه امونيم نايتريت چې چاودېدونکو توکو کې ترې ګټه اخيستل کېږي، له درېيو کسانو سره نيول شوي دي.

دی وايي چې دا توکي له پاکستانه افغانستان ته راوړل کېدل.

والي دا هم وويل، يو کس چې له پاکستانه يې لس ميله تومانچې له شلو شاجورونو سره يو ځای ننګرهار ته انتقالول هم د تورخم په ښارګوټي کې نيول شوى دی.

هغه زياته کړه چې د امنیت کار کوونکو په پچيراګام ولسوالۍ کې يو کس له خودسازه ماينونو او د زيکو يو له ۸۰ ميرميو سره يو ځای نيولی دی.

د نوموړي په وينا، د ملي امنيت موظفینو دغه راز درې نور کسان هم له وسله والو سره د اړيکو، وسلو او نشه يي توکو د قاچاق په تور نيولي دي.

په ورته وخت کې د ملي اميت موظفينو يوه ويډيو هم خبريالانو ته په واک کې ورکړه چې نيول شوو کسانو په کې پر خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement