ترینکوټ(پژواک، ۲۸سلواغه ۹۷): د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې د ۱۴۹ میلیونو افغانیو په لګښت د پنځو پروژو د پلي کېدو چارې پیل شوې.
په دغو پروژو کې دوه تم ځایونه، یو جامع جومات او دوه د غونډو تالارونه شامل دي.
د اړوندې موضوع په اړه جوړو شويو مراسمو ته د اروزګان والي محمد شفیق اسدالله سعید وويل چې د يادو پروژو چارې به د يو کال په موده کې بشپړې شي.
هغه وويل، د يادو پروژو مالي لګښت ١٤٩ ميليونه افغانۍ کېږي چې د ولسمشر د ځانګړې پاملرنې له مخې دغه ولايت ته ورکړل شوې دي.
دغه راز په دې غونډه کې د ترينکوټ ښاروال نعمت الله بختيار وويل چې د دغو پروژو په پلي کېدو سره به ګڼ شمېر ځوانانو ته د کار کولو زمينه هم برابره شي.
په ورته وخت کې د ترينکوټ ښار اوسېدونکي محمد ضمير پژواک ته وويل چې د دغو پروژو پلي کېدل به اړوندو برخو کې تر ډېره د خلکو ستونزې هم هوارې کړي.
هغه وايي: ((مخکې خلک چې له يوه ځاى څخه بل ته تلل نو د درېدو لپاره يې کوم خاص ځاى معلوم نه و خو اوس چې تم ځايونه جوړېږي نو دا ډېر ښه کار دى.))
د يادونې ده چې اروزګان د افغانستان د وروسته پاتې ولايتونو له ډلې څخه دى چې ډېرى وخت يې اوسېدونکي د پروژو له نه پلي کېدو څخه شکايتونه کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن