ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې د ګوزڼ نوې پېښه ثبت شوې ده

په کندهار کې د ګوزڼ نوې پېښه ثبت شوې ده

author avatar
17 Feb 2019 - 14:41
په کندهار کې د ګوزڼ نوې پېښه ثبت شوې ده
author avatar
17 Feb 2019 - 14:41

کندهار (پژواک، ۲۸ سلواغه ۹۷): په کندهار کې د ماشومانو د ګوزڼ/ پولیو تازه پېښه ثبت شوې او دا په روان زېږدیز کال کې د هېواد په کچه د پولیو دویمه پېښه ده چې په دغه ولایت کې ثبتېږي.

د کندهار د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت مسوول ډاکتر عبدالشکور نصرت د سلواغې په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د پوليو تازه پېښه د دغه ولایت په غورک ولسوالۍ کې ثبت شوې چې وسله والو طالبانو په کې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د واکسین د طبیق مخنیوی کړی و.

هغه زیاته کړه، فلج شوی ماشوم نوراحمد نومېږي او پنځه کاله عمر لري.

نوموړي دا په روان ۲۰۱۹ زېږدیز کال کې د هېواد په کچه د پولیو دویمه پېښه وبلله چې په کندهار کې رامنځته کېږي.

د همدغه کال د پولیو لومړۍ پېښه درې اوونۍ وړاندې د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې ثبت شوې وه چې پر دغې ناروغۍ اخته ماشومه اسیه نومېده او ۲۲ میاشتې عمر یې درلود.

نصرت خبر ورکړ چې له راتلونکې دوشنبې به د غورک په ګډون د کندهار په ټولو سیمو کې د پولیو واکسین درې ورځنی کمپاین هم پیل شي.

نوموړي په ټولیزه توګه نا امني، په سمه توګه د واکسین پروګرام نه پلي کېدا او د خلکو نه پوهاوی هغه درې عمده لاملونه دي چې دغه ناروغي یې ډېره کړې ده.

دی وايي، په دې سیمه کې د پولیو د پېښو زیاتېدو تر ټولو عمده لامل نا امني ده چې تر ماشومانو یې د واکسیناتورانو رسېدل سخت کړي دي.

ده وویل، په ځينو سیمو کې د وسله والو له خوا پر واکسین بندیز لامل شوی چې په سوېل کې د ماشومانو د ګوزڼ په پېښو کې ډېروالی راشي او له ۱۰۰ زره څخه ډېر ماشومان د پولیو له واکسین څخه بې برخې شي.

د حکومتي ادارو د معلوماتو له مخې د کندهار نفوس شاوخوا ۳ میلیونه اټکل شوی چې شاوخوا ۶۰۰ زره یې هغه ماشومان جوړوي چې عمرونه یې له ۵ کلونو څخه کم دي.

نصرت ځينې نورې ستونرې هم دغلته د پولیو د پېښو د ډېرېدو د لاملونو په توګه یادوي.

دی وايي، د افغانستان او پاکستان تر منځ پراخ تګ راتګ هم یو لامل دی چې د پولیو ویروس له یوه ځایه بل ته ولېږدي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.