د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په یوه کال کې به د ملکي خدمتونو د کارکوونکو ټول بنسټیز اطلاعات ثبت شي

په یوه کال کې به د ملکي خدمتونو د کارکوونکو ټول بنسټیز اطلاعات ثبت شي

Feb 17, 2019 - 16:15

کابل(پژواک، ٢٨ سلواغه ٩٧): د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون وايي، په یو کال کې به د انساني سرچینو د مدیریت په یوه پرمخ تللي سیستم کې د ملکي خدمتونو د کارکوونکو ټول بنسټیز اطلاعات ثبت شي.

سرچينې په يوه خبرپاڼه کې ليکلي چې د انساني سرچینو په اطلاعاتي سیستم کې د معلوماتو د ثبت اجرايي پړاو، نن په رسمي ډول د ياد کمېسیون د مشر نادر نادري او د کمېسیون د کمېشنرانو د معلوماتو په ثبتولو سره پیل شو.

سرچينې زياته کرې ده:"په یوه مرکزي ډیټابیس کې د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د کره او دقیقو معلوماتو ثبت، په ملکي خدمتونو کې په سمه توګه د انساني سرچینو د پروګرام لپاره، د کارکوونکو د ګومارنې د اټکل او کارموندلو په برخه کې مرسته کوي، د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د ذاتي چارو پروسه او دغه راز، د کارکوونکو اړوند انضباطي او تشویقي کړنې د یوې جامع او بشپړې طرحې په چوکاټ کې راولي او د انساني سرچینو د پراختیا او بدلون زمینه برابروي. "

په خبرپاڼه کې راغلي چې نوم، تخلص، د پلار نوم، د نیکه نوم، د تذکرې شمېره، جنسیت، نېټه، د زوکړې نېټه، د زوکړې ځای، اصلي او فعلي استوګنځی، په دولتي اداره کې د کارکوونکي د لومړنۍ مقررۍ نېټه، برېښنالیک، د کارکوونکي د اړیکې شمېره، د تحصیل درجه  د زده کړو څانګې او دندې په اړه معلومات د هر کارکوونکي په اړه هغه معلومات دي چې په سيستم کې ثبت کېږي.

سرچینې لیکلي دي چې د کارکوونکي له هویتي مشخصاتو پرته، چې تل ثابت پاتې کېږي،نور معلومات کېدای شي چې د اړتیا په صورت کې نوي شي.

کمېسيون ليکي چې دا مهال افغانستان د ملکي خدمتونه ۴۲۴ زره تنه کارکوونکي لري.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون مشر، احمد نادر نادري وویل چې د انساني سرچینو د مدیریت سیستم جوړول، د افغانستان د ادارې لپاره د پام وړ پرمختګ دی. 

هغه زياته کړه چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو په خپلواک کمېسیون کې د اطلاعاتو له راټولولو او ثبتولو  وروسته، دغه بهیر د پوهنې په وزارت کې هم عملي کېږي او وروسته نورو اداروته هم رسېږي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement