ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خليلزاد: د سولې په پروسه کې د افغان او امريکا حکومتونو ترمنځ د نظر اختلاف نشته

خليلزاد: د سولې په پروسه کې د افغان او امريکا حکومتونو ترمنځ د نظر اختلاف نشته

author avatar
18 Feb 2019 - 13:38
خليلزاد: د سولې په پروسه کې د افغان او امريکا حکومتونو ترمنځ د نظر اختلاف نشته
author avatar
18 Feb 2019 - 13:38

 

کابل (پژواک، ٢٩ سلواغه ٩٧): د امريکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد وايي چې د سولې ټول مسایل له یوه بل سره تړاو لري او ټولې پرېکړې به د افغان حکومت په محوریت کې کېږي.

له ارګه د سلواغې په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې خليلزاد دغه څرګندونې تېره شپه د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ له افغان پلاوي سره په ليدنه کې کړې دي.

سرچينې زياته کړې، په دې کتنه کې د سولې د مشورتي بورډ غړو، د مذاکره کوونکي پلاوي یو شمېر غړو، ځینو سیاسي شخصیتونو او د سیاسي ګوندونو استازو، د مدني ټولنې غړو، د علماوو، ځوانانو، ښځو، خصوصي سکتور او ملي شورا یو شمېر استازو او ځینو لوړپوړو دولتي مقاماتو حضور درلود.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد د ولسمشر غني او د غونډې له ګډنوالو د مننې تر څنګ وویل، د هغې نوې کاري طریقې له لارې به چې په واضح چوکاټ کې رامنځته شوې، د سولې بهیر مخې ته وړو.

هغه زیاته کړه، د امریکا موخه له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د ګډو همکاریو تر څنګ له ‌‌‌ډيپلوماتیکو لارو په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره د هڅو زیاتوالی دی، څو د دواړو هېوادونو ګټې خوندي او تر څنګ یې هڅه کوو د جګړې لګښت کم شي.

ډاکټر خلیلزاد وویل: "موږ د افغان حکومت او افغانانو په محوریت په افغانستان کې د سولې لپاره جدي یو، خو داسې تلپاتې او پایداره سوله غواړو چې په کې ټول ارزښتونه حفظ شي او څلوېښت کلن بحران پای ومومي.

ده څرګنده کړه: "زموږ موخه دا نه ده چې د وتلو لار پیدا کړو، بلکې زموږ موخه په افغانستان کې د تلپاتې سولې ټینګښت دی او د سولې له ټینګښت وروسته به د افغانستان له حکومت سره د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پراختیا بحث وشي."

خلیلزاد د سولې په پروسه کې د سیمې ارزښت ته په اشارې وویل: "موږ د سولې په لټه کې یو؛ ځکه زموږ موخه د جګړې ختمول دي، خو د هر ډول سولې پلوي نه یو."

هغه زیاته کړه، سوله د سیمې لپاره هم ګټوره ده؛ ځکه افغان  حکومت د لارو او ځمکنيو او هوایي دهلېزونو په اتصال سره وښوده زیات ظرفیتونه شته چې د پاکستان په ګډون د سیمې د ټولو هېوادونو په ګټه دي، نو پاکستان باید د سولې پروسې په برخه کې عملي همکاري وکړي، دغه راز  موږ د سولې په برخه کې د سیمه ییزې اجماع لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوو.

د نوموړي په وينا، د افغانستان او امریکا حکومتونو ترمنځ د سولې په پروسه کې د لیدلورو او نظر توپیر نشته، ټول هغه اقدامات او هڅې چې د سولې په برخه کې شوي، لومړني ګامونه دي؛ که څه هم پرمختګونه محدود دي، خو هیله بښونکي دي او هیله لرو له افغان حکومت او خلکو سره په همغږۍ ښه پرمختګونه ولرو.

ډاکټر خلیلزاد څرګنده کړه: "موږ له طالبانو سره په ډېرو غونډو کې پر څلورو موضوعاتو لکه له القاعدې سره د طالبانو د اړیکو پر څرنګوالي، د امریکایي عسکرو د حضور، له افغان حکومت سره پر مستقیمو مذاکراتو او  سراسري هر اړخیز او دایمي اوربند بحث کړی او تر هغې چې پر څلورو واړو موضوعاتو موافقه نه وي شوې، پرمختګ نه شو ورته ویلای."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.