ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د باميان یوه روغتیايي کلینیک کې د درملو د نشتوالي له امله پنځو کسانو ساه ورکړې

د باميان یوه روغتیايي کلینیک کې د درملو د نشتوالي له امله پنځو کسانو ساه ورکړې

author avatar
18 Feb 2019 - 16:35
د باميان یوه روغتیايي کلینیک کې د درملو د نشتوالي له امله پنځو کسانو ساه ورکړې
author avatar
18 Feb 2019 - 16:35

بامیان (پژواک، ۲۹ سلواغه ۹۷): د بامیانو د ورس ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د لارې بندېدو، سړې هوا او د دې ولسوالۍ په کلینیکونو کې د لازمو درملو د نشتون له امله د دوو ماشومانو په ګډون پنځو کسانو ساه ورکړې ده.

د بامیانو د ورس ولسوالۍ د لیګان، پجندور او اورزنګ سیمو اوسېدونکو د دغې ولسوالۍ په کلینیکونو کې د درملو له نشتون او د روغتیايي مسوولانو پر نه پاملرنه د نیوکې تر څنګ وايي، له دې امله په تېره اوونۍ کې د دوو ماشومانو او یوې ښځې په ګډون پنځو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

خو د اغاخان روغتیايي موسسې مسوولین چې په ورس ولسوالۍ کې د روغتیايي خدمتونو د ترسره کېدو مسوولیت لري وايي، د ولسوالۍ په مرکز کې په کافي اندازه درمل شته خو د زياتې واورې ورښت له مرکز سره د یادو سیمو لارې تړلې او له دې امله د درملو انتقال له ستونزو سره مخ دي.

د لیګان کلي سپین ږیري او د خلکو د روغتیايي شورا رییس چې په یادو پنځو مړو کې یې ورور هم شامل دی پژواک ته وویل، تر اوسه په دغه کلینیک کې د درملو او د درملنې د امکاناتو د نشتون له امله درېیو کسانو ساه ورکړې ده.

نوموړي زیاته کړه: ((څو ورځې مخکې مې ورور ناروغ او ژر تر ژره مې کلینیک ته انتقال کړ، خو د لازمو درملو او د درملنې د امکاناتو د نشتو له امله مې ورور مړ شو.))

 د هغه په خبره، ځينې وخت خلک خپل ناروغان پر اوږو دایکنډي یا د ورس ولسوالۍ مرکز ته وړي خو د سړې هوا، لرې فاصله او د لارو د سختوالي له امله ساه ورکوي.

 هغه زياته کړه چې د دې سیمې په نورو کلینیکونو کې ممکن وضعیت لا خراب وي او مرګ ژوبله هم ولري.

 یوسفي په ډاګه کړه چې سینه ـ بغل، تنفسي ستونزې او زکام هغه ناروغۍ دي چې د هوا په سړېدو په خلکو کې زیاتېږي خو په یادو سیمو کې یې درملنه نه کېږي.

د «شیوقل» د سیمې د کلینیک یوه ډاکتر د نوم له اخيستو پرته وویل، د پچندور، لیګان او اورزنګ په درېیو  کلينیکونو کې حتی یو قلم درمل هم نشته.

 هغه زیاته کړه: ((موږ په دغه کلینیک کې د دوو ماشومانو او درېیو لویانو د مړینې شاهدان یو او که درمل ونه رسېږي مرګ ژوبله به زیاته شي.))

د هغه په خبره، هره ورځ روغتیايي کلینیکونو ته له ۴۰ تر ۸۰ ناروغان مراجعه کوي، د ناروغۍ تشخیص یې کېږي خو درمل نشته چې درملنه یې پرې وشي.

 په ورته وخت په بامیانو کې د اغاخان د روغتیايي خدمتونو د موسسې روغتیايي پروژې تخنیکي مرستیال ډاکتر عبدالاحد حبیب زي وویل: ((د ورس ولسوالۍ په مرکز کې درمل شته خو د لارې د بندېدو له امله یې انتقال له ستونزو سره مخ دی.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.