ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر په دولتي ادارو کې د ښځو کمې ونډې له امله خلک له ستونزو سره مخ دي

د لوګر په دولتي ادارو کې د ښځو کمې ونډې له امله خلک له ستونزو سره مخ دي

author avatar
18 Feb 2019 - 15:33
د لوګر په دولتي ادارو کې د ښځو کمې ونډې له امله خلک له ستونزو سره مخ دي
author avatar
18 Feb 2019 - 15:33

پل علم (پژواک، ٢٩ سلواغه ۹۷): د لوګر يو شمېر اوسېدونکي او مدني فعالان نيوکه کوي چې د پوهنې او ښځو چارو له رياستونو پرته په نورو دولتي ادارو کې د ښځو ونډه کمه ده چې پر چارو يې ناوړه اغېزې کړې دي.

دوى وايي چې پخواني دودونه او امنيتي ستونزې د دې لامل شوي چې ښځې هم په دولتي دوايرو کې کار کولو ته زړه ښه نه کړي.

خو بل لور ته حکومتي چارواکي بيا وايي چې د پخوا په پرتله په دولتي ادارو کې د ښځو ونډه ډېره شوې او د پرمختګ په حال کې ده.

د اړوندې موضوع په اړه د لوګر په مرکز پل علم کې مدني فعالې شبنم د سلواغې په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ښځو او پوهنې له رياستونو پرته په نورو دولتي ادارو کې ښځې د ګوتو په شمېر دي.

هغې وويل: ((ښځې د ټولنې نيمايي برخه جوړوي، د کار کولو پوره وړتيا هم لري، خو امنيتي ستونزې او کليوالي دودونه د دې لامل شوي چې ښځې په دولتي ادارو کې کار ونه کړي.))

د نوموړې په وينا، دغه ستونزه له مرکز پل علم څخه په ولسواليو ډېره ده چې چارې يې هم له ستونزو سره مخ کړې دي.

په ورته وخت کې ٢٨ کلنې ليلما پژواک ته وويل چې د کمپوټر او انګليسي په برخو کې زده کړې کړي دي.

خو دې وويل: ((په معارف او ښځو چارو رياستونو کې راته وظيفه نه پيدا کېږي او په نورو ادارو کې کورنۍ راته د کار کولو اجازه نه راکوي، دا څه درس مې چې ويلى هڅې بې ځايه شو.))

ليلما پر دولتي چارواکو نيوکه وکړه چې له ښځو سره توپيري چلند کوي يواځې سړيو ته په دولتي دوايرو کې د کار کولو زمينه برابروي.

دغه راز د محمداغې ولسوالۍ اوسېدونکې ښاپېرۍ پژواک ته وويل چې د ادارې او سوداګرۍ په برخو کې يې زده کړې کړي دي.

هغې زياته کړه: ((ما په پاکستان کې درس ويلى، دوه کاله کيږي چې خپل ولايت ته ستانه شوي يو، دلته راته هيڅ کار نه پيدا کيږي، حيرانه يم چې څه وکړمه.))

نوموړې پر اړوندو مسوولينو غږ وکړ چې په ډېرو خواريو يې زده کړې کړي دي، بايد د کار زمينه ورته برابره کړي.

د لوګر يو شمير نورو ښځينه اوسيدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومتي مشرانو يې غوښتنه وکړه چې په اړونده برخو کې د دوى ستونزې هوارې کړي ترڅو دوى هم د سړيو پر څېر خپلې کورنۍ او ټولنې ته خدمت وکړي.

په دې اړه د لوګر د ولايتي شورا مرستيال عبدالولي وکيل هم وايي چې د کورنيو له لوري ښځو ته په دولتي ادارو کې د کار کولو اجازه نه ورکول کيږي.

هغه پژواک ته وويل: ((موږ دلته ډېر ښه مسلکي، پر زده کړو او پر کار پوه ښځې لرو خو کورنۍ يې د کار کولو اجازه ورته نه ورکوي، دا ټول سنتي رواجونه دي چې د ښځو کار کول په کې عيب او شرم ګڼل کيږي.))

وکيل ټينګار کوي چې اړوندې ادارې بايد په دې برخه کې د عامې پوهاوي پروګرامونه ترسره کړي، ترڅو دغه ستونزه هواره شي.

د اړوندې موضوع په اړه د لوګر د پوهنې رياست وياند محمد شاپور عرب پژواک ته وويل چې په تېرو ١٦ کلونو کې ٤٢٠٠ نجونې له ١٢ ټولګي او ٦٠٣ تنه نجونې له عالي دارالمعلمين او مسلکي زده کړو څخه فارغې شوي دي.

د عرب په وينا، د پوهنې رياست تر اوسه د يادو کسانو له ډلې څخه څلور سوه تنه د پوهنې رياست چوکاټ کې د ښوونکو په توګه ګومارلي دي.

هغه وايي، د پوهنې رياست هڅه کوي څو يو شمېر نورې ښځې هم پر دندو وګوماري.

بل لور ته د لوګر د ښځو چارو رييسې شېما زرګر پژواک ته وويل چې دوى ښځو ته د دندې پيدا کولو په برخه کې پوره هلې ځلې کړي دي.

دې وويل: ((موږ په خصوصي او دولتي ادارو کې کوښښ کړى چې ښځو ته کار پيدا کړو خو يو شمير هغه ښځې اوس هم په  کور ناستې دي چې په لوړه کچه يې زده کړې کړي دي او کورنۍ يې د کار کولو اجازه نه ورکوي.))

د نوموړې د معلوماتو له مخې، دا مهال د لوګر په ټولو دولتي ادارو کې شاوخوا پنځه سوه ښځې کار کوي چې د ټولو کارکوونکو ١٣ سلنه جوړوي.

زرګر وايي چې د يادې ستونزې د حل په موخه دوى په کليو او بانډو کې د قومي مشرانو او ديني عالمانو په همکارۍ د عامه پوهاوۍ پروګرامونه ترسره کړي چې ښې پايلې يې هم درلودې.

زرګر د بېلګې په توګه وويل چې په دې وروستيو کې دوى د اصلاح پروګرام له لارې ٦٠ ښځې د کار د زده کولو او تجربې د لاسته راوړلو په موخه دولتي او خصوصي ادارو ته معرفي کړي دي.

د اړوندې موضوع په اړه د لوګر د والي وياند شمشاد لاروي پژواک ته وويل چې په دولتي ادارو کې د ښځو ونډه کمه ده او تر دې وړاندې دغې برخې ته سم کار نه دى شوى.

ده زياته کړه: ((والي صاحب په دې اړه له قومي مشرانو او نورو خلکو سره خبرې کړي دي، ترڅو ښځو ته د هغوئ حقوق ورکړي او اجازه ورکړي چې په دولتي ادارو کې کار وکړي.))

داسې مهال لوګر ښځو ته په دولتي ادارو کې  کار کولو اجازه نه ورکول کېږي چې سږ کال په دغه ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې هم ٣٠ سلنه ډېرې شوې دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.