جلال اباد (پژواک، ۲۹ سلواغه ۹۷): په ننګرهار کې د پوليو واکسين له پيل سره هم مهاله روغتيايي چارواکو اندېښنه ښودلې چې لا هم د نا امنيو له امله د دغه ولايت ۲۳زره کوچنيان له واکسينه بې برخې پاتې کېږي.
د سلواغې په ۲۹مه په ننګرهار کې د پوليو يا ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ درې ورځنی کمپاين پيل شو چې چارواکي وايي، په دې موده کې به ۷۶۶زره تر پنځه کلنۍ کم عمره کوچنيان د پوليو پر وړاندې واکسين کړي.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د دغه کمپاین د پيل په مراسمو کې وویل، پولیو یوه نړیواله ناروغي ده چې د هېواد سربېره یې په ختیځ کې په اړه ځانګړې مبارزه جریان لري.
نوموړي خوښي وښوده، د ختیځ په کچه د ګوزڼ کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې؛ خو له ټولو مسوولینو او ولسونو یې وغوښتل د ګوزڼ ضد واکسین تطبیق کوونکو رضاکارانو سره همکاري وکړي څو له دې ناروغۍ راتلونکی نسل وژغورل شي.
د ننګرهار د عامې روغتیا رييس ډاکتر نجیب الله کامه وال وویل، د دغه درې ورځني کمپاین په ترڅ کې به د ختیځ په کچه یو میلیون او ۱۴۴زره له پنځو کلونو کم عمر لرونکي ماشومان چې ۷۶۶زره یې د ننګرهار دي، ورته د ګوزڼ ضد واکسین تطبیق شي .
هغه زیاته کړه، هغه ماشومان چې د دغه درې ورځني کمپاین څخه پاتي شي، په څلورمه ورځ به هم ورته ځانګړی کمپاین ترسره شي، دغه راز یې په خوږیاڼو، هسکې مېنې او یو شمېر نورو سیمو کې د ستونزو له امله د ۲۳ زره ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین له کمپاین څخه د بې برخې پاتې کېدو اندېښنه هم شريکه کړه.
د ننګرهار د امامانو او خطیبانو شورا رييس عبدالبصير بصيرت وایي، د ګوزڼ ضد واکسین کومه سیاسي لوبه نه ده، بلکې د یوې ناوړه ناروغۍ درملنه ده چې د اسلام د مبارک دین په رڼا کې ورته جواز ورکړل شوی.
نوموړي همدا راز پر ټولو امامانو او خطیبانوغږ وکړ چې د ګوزڼ ضد واکسین رضاکارانو سره په عامه پوهاوي او واکسین تطبیق کې بشپړه همکاري وکړي .
د یادونې ده، تېر کال په ننګرهار کې ۲ او د هېواد په کچه د ګوزڼ ناروغۍ ۲۱ مثبتې پېښې ثبت شوې وې
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن