ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند د نادعلي لسګونو خلکو د جګړې له ښکېلو خواوو د سولې غوښتنه وکړه

د هلمند د نادعلي لسګونو خلکو د جګړې له ښکېلو خواوو د سولې غوښتنه وکړه

author avatar
18 Feb 2019 - 16:03
د هلمند د نادعلي لسګونو خلکو د جګړې له ښکېلو خواوو د سولې غوښتنه وکړه
author avatar
18 Feb 2019 - 16:03

لښکرګاه (پژواک، ٢٩ سلواغه ٩٧): د هلمند د نادعلي ولسوالۍ لسګونو اوسېدونکو د شل کيلومتره پلي مزل په کولو سره له حکومت او طالبانو غوښتنه وکړه چې په هېواد کې د سولې په موخه دې بين الافغاني مذاکرات پيل کړي.

د هلمند د نادعلي لسګونو اوسېدونکو نن له دې ولسوالۍ تر لښکرګاه ښار پورې چې څه باندې شل کيلومتره کېږي، پلى مزل وکړ.

د يادو کسانو له ډلې سيد جلال اغا پژواک خبري اژانس ته وويل چې له دغه پلي مزله د دوى اساسي موخه د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د بين الافغاني مذاکراتو پيلېدل دي.

ده زياته کړه: ((موږ له حکومت او طالبانو غواړو چې په هېواد کې د سولې لپاره دې مذاکرات پيل کړي، څو په روانه جګړه نور پاى ومومي.))

د نوموړي په وينا، د جګړې دواړو لورو ته افغانان او عام وګړي وژل کېږي، دغه جګړه بايد نور ودرول شي.

دغه راز بل لاريون کوونکي قدرت الله پژواک ته وويل: ((دغه پلى مزل موږ د هېچا په خوښه نه دى کړى، دا يواځې عام خلک له جګړې په تنګ شوي نور په هېواد کې سوله غواړي، نو ځکه يې شل کيلومتره پلى مزل وکړ.))

ده هم ټينګار وکړ چې د سولې مذاکرات دې په هېواد کې دننه د حکومت او طالبانو ترمنځ ترسره شي.

همدارنګه بل لاريون کوونکي برکت الله پژواک ته وويل چې دوى دغه حرکت نورو ولسواليو ته هم غځوي څو حکومت او طالبانو پوه شي چې عام خلک سوله غواړي.

ده له خلکو غوښتنه وکړه چې له دوى سره يو ځاى شي څو دغه حرکت ښه پياوړى شي.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې د افغانستان د سولې په تړاو په قطر او مسکو کې غونډې ترسره شوې، خو د افغانستان عام اوسېدونکي ټينګار کوي چې ورته غونډې دې نور بايد په هېواد کې ترسره شي.

ټاکل شوې وه چې د افغان سولې په تړاو بله غونډه په اسلام اباد کې ترسره شي خو د ځينو ستونزو له امله دغه غونډه وځنډېده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.