ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ګردېز په زندان کې بندیانو ته حرفوي او د سواد زده کړې ورکول کېږي

د ګردېز په زندان کې بندیانو ته حرفوي او د سواد زده کړې ورکول کېږي

author avatar
18 Feb 2019 - 12:03
د ګردېز په زندان کې بندیانو ته حرفوي او د سواد زده کړې ورکول کېږي
author avatar
18 Feb 2019 - 12:03

ګردېز (پژواک، ٢٩ سلواغه ٩٧): د پکتيا د ګردېز زندان مسوولين وايي چې په دغه محبس کې ګڼو زندانيانو ته په څو برخو کې حرفوي او د سواد زده کړې ورکول کېږي څو د بند له مودې وروسته خپلې اقتصادي ستونزې له دې لارې هوارې کړي.

د دوی په خبره، ځيني زندانيان په خياطۍ، نجارۍ، فلزکاري او ساختماني چارو کې حرفوي زده کړې کوي او د دې تر څنګ د سواد زده کړې او د قرانکريم د حفظ درسونه هم ورکول کېږي.

د دغو کسانو له ډلې محمدرحيم د سلواغې په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له شاوخوا يو نيم کال راهيسې په زندان کې خياطي کوي او د زندانيانو او د زندان د ځينو کارکوونکو د جامو ګنډلو له لارې د خپلو ځينو اړتياوو پر پوره کولو سربېره د زندان اړوندې برخې ته هم ټاکلی شمېر پيسې ورکوي.

رحيم زياته کړه: ((درې سوه افغانۍ جوړه ګنډو، د زندان پيسې هم ورکوو او دومره راته په کې پاتې کېږي چې ځيني ضرورتونه پرې پوره کړو.))

دغه راز محمد اقبال يو بل زنداني دی چې وايي په زندان کې د کار زيات ظرفيت شته، خو د اسانتياوو او اړينو ماشينونو د کموالي له امله اړوند مسوولين نه شي کولاى ډېر کسان وروزي.

اقبال وايي: ((پنځه کاله کېږي کار کوم، نورو شاګردانو ته يې هم زده کوم، خو ماشينونه کم دي، ډېر کسان نه شم روزلى.))

شفيع الرحمن په نجاري برخه کې کار کوي او وايي د دې حرفې زده کولو له لارې کولی شي له زندان څخه تر خلاصېدو وروسته هم خپل ژوند مخې ته بوځي.

دی وايي: ((کوم کسان چې د خياطي، نجاري يا ولډنګاري په بخش کې دي او څوک چې په هره عرصه کې علاقه ولري، کولی شي راووځي، دلته کار وکړي او يوه حرفه زده کړي، څو په اينده کې له ده او فاميل سره يې مرسته شوې وي.))

حاجي معراج الدين هم وايي چې په ساختماني برخه کې کار کوي او له دې لارې د ورځې شاوخوا دوه سوه افغانۍ ترلاسه کوي.

ده وويل: ((د کار په بدل کې پيسې راکول کېږي، کاريګر ته ۱۲۰ او استاکار ته ۲۰۰ افغانۍ ورکوي؛ خوشاله يو چې يو کار کوو، هم مو وخت تيريږي او هم مو يو څه لاسته راځي.))

ځينې نور زندانيان په سواد زده کړه او د قرانکريم په حفظ بوخت دي، خو په دې برخه کې د کتابونو او قرطاسيې د کموالي خبره کوي.

بل لور ته د ګردېز محبس مدير مل پاسوال افندي ګل رباطي پژواک ته وويل چې اوسمهال لسګونه کسان د حرفوي او سواد زده کړې برخو کې په روزنه بوخت دي چې له زندانه ترخلاصېدو وروسته هم خپل ژوند په سم ډول مخې ته بيولی شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.