ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: پاکستان دې له طالبان سره خپلې اړیکې واضح کړي

ولسمشر غني: پاکستان دې له طالبان سره خپلې اړیکې واضح کړي

author avatar
18 Feb 2019 - 13:49
ولسمشر غني: پاکستان دې له طالبان سره خپلې اړیکې واضح کړي
author avatar
18 Feb 2019 - 13:49

 

کابل (پژواک، ٢٩ سلواغه ٩٧): ولسمشر اشرف غني له طالبانو او پاکستانه وغوښتل چې خلکو ته خپلې اړيکې واضح او روښانه کړي.

له ارګه د سلواغې په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر دغه څرګندونې تېره شپه د امريکا له ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره د ليدنې پر مهال وکړې.

سرچينې زياته کړې، په دې کتنه کې چې په دلکشاه ماڼۍ کې وشوه، د سولې د مشورتي بورډ غړو، د مذاکره کوونکي پلاوي یو شمېر غړو، ځینو سیاسي شخصیتونو او د سیاسي ګوندونو استازو، د مدني ټولنې غړو، د علماوو، ځوانانو، ښځو، خصوصي سکتور او ملي شورا یو شمېر استازو او ځینو لوړپوړو دولتي چارواکو حضور درلود.

ولسمشر غني د مجلس ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل، په دې وروستیو کې د سولې پروسې په اړه کلیدي مسایل ډېر روښانه شوي، تلپاتې او با عزته سولې ته د رسېدو په موخه لا زیاتو او ګډو اقداماتو ته اړتیا ده.

هغه د امریکا په کانګرېس کې د ولسمشر ټرمپ له وینا د مننې تر څنګ په مونیخ امنیتي کنفرانس کې د امریکا ولسمشر له مرستیال مایک پنس سره د کتنې یادونه وکړه او وې ویل، بشپړ باور او دولت په دولت د پیاوړو اړیکو پر بنسټ متقابلې ګټې د تېر په پرتله پر ځای او لا پیاوړې شوې دي او د سولې د ګډ هدف لپاره کار کوي.

ولسمشر محمد اشرف غني زیاته کړه: "موږ له ډاکټر خلیلزاد سره د کار په نوې او واضح طریقې هوکړې ته رسېدلي یوو چې د هغې په چوکاټ کې معلومات شریکېږي او د مشخصې اجنډا په اړه دوامدارې مشورې کېږي چې د هغو په رڼا کې به اقدام وشي."

د هغه په وينا، د سولې په اړه سیمه ییز، بین المللي، د اسلامي ټولنې او ملي چاپېریال ته لا زیاته توجه کېږي او په دې برخه کې دې زیات بحثونه وشي، څو یو چوکاټ ترتیب او موجوده اجماع پیاوړې شي، دغه راز په ځینو مواردو کې چې اجماع نشته، اجماع دې رامنځته شي.

ولسمشر ويلي: "طالبان دې له پاکستان او پاکستان دې له طالبانو سره خپلې اړیکې واضح کړي چې پر کوم اساس استوارې دي، د دې تر څنګ دې له ترهګريزو شبکو او جرمي او حرام اقتصاد سره د طالبانو اړیکې هم معلومې شي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.