ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان ته د طالبانو پر لغوه شوي سفر د ځینو کسانو اندېښنې

پاکستان ته د طالبانو پر لغوه شوي سفر د ځینو کسانو اندېښنې

author avatar
18 Feb 2019 - 14:58
پاکستان ته د طالبانو پر لغوه شوي سفر د ځینو کسانو اندېښنې
author avatar
18 Feb 2019 - 14:58

کابل (پژواک، ٢٩ سلواغه ٩٧): پاکستان ته د طالبانو د مرکچي پلاوي پر سفر د دوى ځينو اوسنيو ملګرو او پخوانيو چاروکو اندېښنې څرګندې کړې دي.

څو ورځې مخکې د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد له خوا د خبرپاڼې له لارې اعلان شو چې د سلواغې په ٢٩مه (نن دوشنبه) به د دوى مرکچي پلاوى له قطره اسلام اباد ته سفر کوي او هلته به د پاکستان له لومړي وزير عمران او زلمي خليلزاد سره ګوري.

له دې وروسته ځينو رسنيو داسې راپورونه هم خپاره کړل چې د طالبانو پلاوى به په اسلام اباد کې د سعودي له وليعهد محمد بن سلمان سره چې پاکستان ته په رسمي سفر تللى، هم وګوري.

خو دغه سفر اوس لغوه شوى دى.

پاکستان ته د طالبانو د پلاوي د سفر له اعلان وروسته د يو شمېر پخوانيو طالبانو او هغو افغان سياسونو غبرګونونه را وپارول چې څو ورځې مخکې یې په مسکو کې له طالبانو سره د دوى په وينا، ډېره مثبته ناسته کړې وه.

پخوانى وزير او سفير حضرت عمر زاخېلوال چې د مسکو د غونډې اعلاميه هم لوستې وه، لومړى پر دغه سفر نيوکه وکړه ، هغه په ټويټر کې ليکلي وو: ((اسلام اباد ته د سفر په اړه د طالبانو اعلاميه داسې پوښتنې او اندېښنې راپورته کوي چې د سولې را ولاړې شوې هيلې زيانمنوي، نو له سره غور به پرې هيله بښونکی خبر و اوسي.))

دغه راز پخواني ولسمشر حامد کرزي له امريکايي اژانس ايسوشي ايټېډ پرېس سره د مرکې پر مهال اسلام اباد ته د طالبانو د سفر په اړه ويلي وو چې له طالبانو سره سوله دې پر سيمه ييزه سيالۍ نه بدلېږي.

هغه زياته کړې وه ، له مهالوېش پرته په پاکستان کې د امريکا او طالبانو خبرې به افغانستان پر سیمه ییزې سیالۍ بدل کړي.

په کابل کې مېشت د طالبانو پلوى او پخوانى چارواکى نظر محمد مطمین هم له مهالوېش پرته په اسلام اباد کې د امريکا او طالبانو پر خبرو  يو ډول نيوکه کړې وه.

هغه په خپله يوه ليکنه کې چې په فېسبوک يې خپره کړې وه، ليکلي، د فشار په پايله کې په اسلام اباد کې له امريکا سره د طالبانو خبرې پوښتنې او اندېښنې زېږوي.

ده زياته کړې، که طالبان لا هم قطر ته تګ کې ستونزې لري او غواړي مخکې د قطر له ناستې د ملا برادر اخوند او خليلزاد ناسته اسلام اباد کې وشي، نو بيا هم اندېښنې پر ځای پاتې کېږي او فکر به کېږي چې بالاخره د امریکا ـ طالب د خبرو لاره پر اسلام اباد ورغلي، او اسلام اباد هر وخت دغه لاره کې خنډ پيدا کوی شي او د خپل ځان لپاره به په هر حال امتیاز اخیستلای شي.

د هغه په وينا، په کار ده چې طالبان له امريکا سره د خبرو داسې لاره ولټوي چې پر اسلام اباد نه وې ورغلې. که د طالبانو مرکچیان قطر ته د هر ځل تګ پر مهال له اسلام اباده لاره غواړي او اسلام اباد یې په مقابل کې ورڅخه هر ځل امتیاز غواړي؛ ناوړه پایلې به یې افغان ولس له ستونزو سره مخ کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.