ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

۱۵ زره ګلدوزو ښځو ته د مسلکي زده کړو او کار زمینه برابرېږي

۱۵ زره ګلدوزو ښځو ته د مسلکي زده کړو او کار زمینه برابرېږي

author avatar
18 Feb 2019 - 19:14
۱۵ زره ګلدوزو ښځو ته د مسلکي زده کړو او کار زمینه برابرېږي
author avatar
18 Feb 2019 - 19:14

کابل (پژواک، ٢٩ سلواغه ٩٧): په څلورو کلونو کې د افغانستان په اتو ولایتونو کې د امریکا د نړیوالې پراختيايي ادارې په نږدې لس میلیون ډالرو مرستې ۵۰۰ متشبثو او ۱۵۰۰۰ ګلدوزو ښځو ته د کار او زده کړو زمینه برابريږي.

 د یادې پروژې د عملي کېدو هوکړه لیک نن د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ خونې او یوې نړیوالې غیر انتفاعي موسسې (FHI 360) تر منځ چې په امریکا او ټوله نړۍ کې د خلکو د ارامتیا لپاره فعالیت کوي لاسلیک شو.

 د دې موسسې مسوولې سوسن کا سلومبک (Susan K Slomback) وویل، په تېره يوه کال کې د یادې پروژې لومړني کارونه ترسره شوي دي.

 هغې زیاته کړه، دغه پروژه چې د ۵۰۰ متشبثو او ۱۵۰۰۰ ګدوزو ښځو لپاره د زده کړو او کار زمینه برابرول په کې شامل دي په کابل، ننګرهار، کاپیسا، لغمان، بامیان، میدان ورګ، پروان او کندهار ولایتونو کې له ۲۰۱۸ کال څخه تر ۲۰۲۲ کاله د امریکا د نړیوالې پرمختیايي ادارې په ۹.۷ میلیون ډالري مرسته تطبیق کېږي.

 د نوموړې د معلوماتو په اساس، په دې پروژه کې متشبثو ښځو ته د ګلدوزۍ او د ګلدوزو ښځو لپاره د سوداګرۍ د لومړني مدیریت او مالي چارو، پلور، غوره تولید او د تولیداتو د ښې بسته بندۍ په برخه کې د زده کړې د لازمو فرصتونو رامنځته کول شامل دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.