د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

خليلزاد: د سولې په پروسه کې د افغان او امريکا حکومتونو ترمنځ د نظر اختلاف نشته

خليلزاد: د سولې په پروسه کې د افغان او امريکا حکومتونو ترمنځ د نظر اختلاف نشته

Feb 18, 2019 - 13:38

 

کابل (پژواک، ٢٩ سلواغه ٩٧): د امريکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد وايي چې د سولې ټول مسایل له یوه بل سره تړاو لري او ټولې پرېکړې به د افغان حکومت په محوریت کې کېږي.

له ارګه د سلواغې په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې خليلزاد دغه څرګندونې تېره شپه د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ له افغان پلاوي سره په ليدنه کې کړې دي.

سرچينې زياته کړې، په دې کتنه کې د سولې د مشورتي بورډ غړو، د مذاکره کوونکي پلاوي یو شمېر غړو، ځینو سیاسي شخصیتونو او د سیاسي ګوندونو استازو، د مدني ټولنې غړو، د علماوو، ځوانانو، ښځو، خصوصي سکتور او ملي شورا یو شمېر استازو او ځینو لوړپوړو دولتي مقاماتو حضور درلود.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد د ولسمشر غني او د غونډې له ګډنوالو د مننې تر څنګ وویل، د هغې نوې کاري طریقې له لارې به چې په واضح چوکاټ کې رامنځته شوې، د سولې بهیر مخې ته وړو.

هغه زیاته کړه، د امریکا موخه له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د ګډو همکاریو تر څنګ له ‌‌‌ډيپلوماتیکو لارو په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره د هڅو زیاتوالی دی، څو د دواړو هېوادونو ګټې خوندي او تر څنګ یې هڅه کوو د جګړې لګښت کم شي.

ډاکټر خلیلزاد وویل: "موږ د افغان حکومت او افغانانو په محوریت په افغانستان کې د سولې لپاره جدي یو، خو داسې تلپاتې او پایداره سوله غواړو چې په کې ټول ارزښتونه حفظ شي او څلوېښت کلن بحران پای ومومي.

ده څرګنده کړه: "زموږ موخه دا نه ده چې د وتلو لار پیدا کړو، بلکې زموږ موخه په افغانستان کې د تلپاتې سولې ټینګښت دی او د سولې له ټینګښت وروسته به د افغانستان له حکومت سره د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پراختیا بحث وشي."

خلیلزاد د سولې په پروسه کې د سیمې ارزښت ته په اشارې وویل: "موږ د سولې په لټه کې یو؛ ځکه زموږ موخه د جګړې ختمول دي، خو د هر ډول سولې پلوي نه یو."

هغه زیاته کړه، سوله د سیمې لپاره هم ګټوره ده؛ ځکه افغان  حکومت د لارو او ځمکنيو او هوایي دهلېزونو په اتصال سره وښوده زیات ظرفیتونه شته چې د پاکستان په ګډون د سیمې د ټولو هېوادونو په ګټه دي، نو پاکستان باید د سولې پروسې په برخه کې عملي همکاري وکړي، دغه راز  موږ د سولې په برخه کې د سیمه ییزې اجماع لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوو.

د نوموړي په وينا، د افغانستان او امریکا حکومتونو ترمنځ د سولې په پروسه کې د لیدلورو او نظر توپیر نشته، ټول هغه اقدامات او هڅې چې د سولې په برخه کې شوي، لومړني ګامونه دي؛ که څه هم پرمختګونه محدود دي، خو هیله بښونکي دي او هیله لرو له افغان حکومت او خلکو سره په همغږۍ ښه پرمختګونه ولرو.

ډاکټر خلیلزاد څرګنده کړه: "موږ له طالبانو سره په ډېرو غونډو کې پر څلورو موضوعاتو لکه له القاعدې سره د طالبانو د اړیکو پر څرنګوالي، د امریکایي عسکرو د حضور، له افغان حکومت سره پر مستقیمو مذاکراتو او  سراسري هر اړخیز او دایمي اوربند بحث کړی او تر هغې چې پر څلورو واړو موضوعاتو موافقه نه وي شوې، پرمختګ نه شو ورته ویلای."

د هغه په وينا، د اوربند مسئله او له افغان حکومت سره خبرې تر ټولو مهم موضوعات دي، ټول مسایل له یوه بل سره تړاو لري او ټول تصمیمونه به د افغان حکومت په محوریت نیول کېږي.

نوموړي د سولې د مشورتي لویې جرګې جوړولو د اعلان په خاطر د ولسمشر غني د نوښت ملاتړ  او هرکلی وکړ.

په دې کتنه کې ګډون کوونکو له ډاکتر خلیلزاد څخه خپلې پوښتنې مطرح کړې او له هغه سره یې خپل نظرونه شریک کړل او د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي د هغوی پوښتنونو  ته ځوابونه ورکړل.

په پای کې ولسمشر غني د ټولو ګډونوالو له فعال ګډونه مننه وکړه وې ویل، د نن شپې خبرو وښوده چې افغانستان پرانیستې ټولنه ده او ټول اقشار په جوړوونکي او پرانیستې بحث کې دخیل دي او په دغه بحث کې نه یواځې د نن او سبا، بلکې د منځمهال او راتلونکي لپاره فکر کوي.

هغه زیاته کړه، ما د دې لپاره د سولې د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو اعلان وکړ چې ټول خلک په دغه جوړوونکي بحث کې ونډه ولري. دغه راز د لومړي ځل لپاره په راتلونکو ورځو کې  د هېواد د ۳۴ ولایتونو د ښځو مشورتي جرګه جوړېږي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement