د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د باميان یوه روغتیايي کلینیک کې د درملو د نشتوالي له امله پنځو کسانو ساه ورکړې

روغتیا

آرشيف

د باميان یوه روغتیايي کلینیک کې د درملو د نشتوالي له امله پنځو کسانو ساه ورکړې

Feb 18, 2019 - 16:35

بامیان (پژواک، ۲۹ سلواغه ۹۷): د بامیانو د ورس ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د لارې بندېدو، سړې هوا او د دې ولسوالۍ په کلینیکونو کې د لازمو درملو د نشتون له امله د دوو ماشومانو په ګډون پنځو کسانو ساه ورکړې ده.

د بامیانو د ورس ولسوالۍ د لیګان، پجندور او اورزنګ سیمو اوسېدونکو د دغې ولسوالۍ په کلینیکونو کې د درملو له نشتون او د روغتیايي مسوولانو پر نه پاملرنه د نیوکې تر څنګ وايي، له دې امله په تېره اوونۍ کې د دوو ماشومانو او یوې ښځې په ګډون پنځو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

خو د اغاخان روغتیايي موسسې مسوولین چې په ورس ولسوالۍ کې د روغتیايي خدمتونو د ترسره کېدو مسوولیت لري وايي، د ولسوالۍ په مرکز کې په کافي اندازه درمل شته خو د زياتې واورې ورښت له مرکز سره د یادو سیمو لارې تړلې او له دې امله د درملو انتقال له ستونزو سره مخ دي.

د لیګان کلي سپین ږیري او د خلکو د روغتیايي شورا رییس چې په یادو پنځو مړو کې یې ورور هم شامل دی پژواک ته وویل، تر اوسه په دغه کلینیک کې د درملو او د درملنې د امکاناتو د نشتون له امله درېیو کسانو ساه ورکړې ده.

نوموړي زیاته کړه: ((څو ورځې مخکې مې ورور ناروغ او ژر تر ژره مې کلینیک ته انتقال کړ، خو د لازمو درملو او د درملنې د امکاناتو د نشتو له امله مې ورور مړ شو.))

 د هغه په خبره، ځينې وخت خلک خپل ناروغان پر اوږو دایکنډي یا د ورس ولسوالۍ مرکز ته وړي خو د سړې هوا، لرې فاصله او د لارو د سختوالي له امله ساه ورکوي.

 هغه زياته کړه چې د دې سیمې په نورو کلینیکونو کې ممکن وضعیت لا خراب وي او مرګ ژوبله هم ولري.

 یوسفي په ډاګه کړه چې سینه ـ بغل، تنفسي ستونزې او زکام هغه ناروغۍ دي چې د هوا په سړېدو په خلکو کې زیاتېږي خو په یادو سیمو کې یې درملنه نه کېږي.

د «شیوقل» د سیمې د کلینیک یوه ډاکتر د نوم له اخيستو پرته وویل، د پچندور، لیګان او اورزنګ په درېیو  کلينیکونو کې حتی یو قلم درمل هم نشته.

 هغه زیاته کړه: ((موږ په دغه کلینیک کې د دوو ماشومانو او درېیو لویانو د مړینې شاهدان یو او که درمل ونه رسېږي مرګ ژوبله به زیاته شي.))

د هغه په خبره، هره ورځ روغتیايي کلینیکونو ته له ۴۰ تر ۸۰ ناروغان مراجعه کوي، د ناروغۍ تشخیص یې کېږي خو درمل نشته چې درملنه یې پرې وشي.

 په ورته وخت په بامیانو کې د اغاخان د روغتیايي خدمتونو د موسسې روغتیايي پروژې تخنیکي مرستیال ډاکتر عبدالاحد حبیب زي وویل: ((د ورس ولسوالۍ په مرکز کې درمل شته خو د لارې د بندېدو له امله یې انتقال له ستونزو سره مخ دی.))

 هغه زیاته کړه، دغه ستونزه یې له ولسوال او د عامې روغتیا له ریاست سره شریکه کړې، خو تر څو چې نورې ادارې په دې برخه کې مرسته ونه کړي موسسه یې په یوازې توګه یادو سیمو ته درمل نه شي انتقالولای.

هغه زیاته کړه: ((موږ د ورس ولسوالۍ په درېیو کلینیکونو کې د درملو د ختمېدو خبر تر لاسه کړی او حتی وړاندیز مو کړی چې د اړتیا وړ درملو لپاره دې د سیمې خلک همکاري وکړي څو ورس روغتون ته پلي درمل انتقال کړي.))

د اغاخان د روغتیايي خدمتونو د موسسې د څار او ارزونې مسوول ډاکتر عبدالمتین اميني د یاد شمېر کسانو مړینه رد نه کړه خو ویې ویل، مړه شوي کسان د کلینیک  ناروغان نه و چې د درملو په اخیستو به یې درملنه شوې وای، دوی باید روغتون ته انتقال شوي وای.

 نوموړي زیاته کړه، په دې روغتون کې یې د درملو د خلاصېدو راپور ترلاسه کړی او د حلارې په لټه کې یې دي.

د بامیانو د عامې روغتیا ریاست د معلوماتو د ادارې مسوول ډاکتر محمد صادق صادق په دې ولسوالۍ کې د پنځو کسانو له مړینې ناخبري وښوده خو ویې ویل: ((موږ د ورس ولسوالۍ په ټولو روغتونونو کې د درملو د خلاصېدو راپور ترلاسه کړی او د موسسې مسوول ته مو خبر ورکړی څو ژر تر ژره یاده ستونزه حل کړي.))

 د لیګان سیمه او یاد کلینیکونه  له دایکنډي ولایت سره ګډه پوله لري او د ورس ولسوالۍ د مرکز په ۶۰ کیلومترۍ کې پروت دی او د غرونو، سختو لارو او په لارو کې د یو نیم متر واوره د ځمکې له لارې د درملو لېږد ناممکن دی.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement