ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تورخم له لارې صادرات ۱۹،۸ سلنه ډېر شوي

د تورخم له لارې صادرات ۱۹،۸ سلنه ډېر شوي

author avatar
18 Feb 2019 - 15:53
د تورخم له لارې صادرات ۱۹،۸ سلنه ډېر شوي
author avatar
18 Feb 2019 - 15:53

جلال اباد (پژواک، ۲۹ سلواغه ۹۷): د ننګرهار د اقتصاد رياست چارواکي وايي، د تورخم له لارې بهرنيو هېوادونو ته د صادراتو کچه ۱۹،۸ سلنه لوړه شوې او په ۱۳۹۷ کال کې د ۱۲۶ ميليارده افغانيو په ارزښت توکي صادر شوي دي.

دوی دغه راز په ياده موده کې د ننګرهار د ټولو عوايدو لوړېدو خبره هم کوي او وايي په ياده کچه کې د تېر په پرتله ۱۶ سلنه لوړوالی راغلی دی.

د ننګرهار د اقتصاد رييس غلام الله افغانيار د سلواغې په ۲۹مه د دغه ولايت د رسنيو په دفتر کې د يو مطبوعاتي کنفرانس پر مهال د خپل رياست د تېر يوه کال فعاليت په تړاو معلومات وړاندې کړل.

نوموړي زياته کړه، د تېر ۱۳۹۷ مالي کال لپاره ننګرهار ولايت ته د ۳،۵ ميليارده افغانيو په ارزښت ۲۵۹ پروژې په ملي بودجه کې منظور شوې وې چې د هغې له ډلې ۱۶۷ پروژې تکميل شوي، ۶۸ تر کار لاندې دي، ۱۱ د تدارکاتو کمېسيون کې دي او ۱۳ يې ولاړې دي.

هغه دا يادونه هم وکړه چې پخوا پروژې په متوازن شکل نه پلې کېدې او حصارک، شېرزادو، پچيراګام، چپرهار او لعلپورې ولسواليو ته هېڅ توجه نه کېده چې په ۱۳۹۷ کال کې دغه ستونزه هم تر ډېره کنټرول شوې وه.

افغانيار وايي، د ۱۳۹۸ مالي کال لپاره په ملي بودجه کې د ننګرهار لپاره ۱۰۳ پروژې منظور شوې چې ۳۱ يې نوې او پاتې نورې د تېر کال نامنظور شوې او نا تکميل شوې پروژې دي.

د ننګرهار د اقتصاد رييس خوښي څرګنده کړه چې په ۱۳۹۷ کال کې د تورخم له لارې پاکستان او نورو هېوادونو ته د افغاني توکو په صادراتو کې ۱۹،۸ سلنه زياتوالی راغلی دی.

هغه وايي: ((په ۱۳۹۶ کال کې د تورخم له لارې موږ د ۹۱ عشاريه ۱۱ ميليارده افغانيو صادرات درلودل چې خوشبختانه ۱۳۹۷ کال کې دغه کچه ۱۲۶ ميليارده افغانيو ته لوړه شوې ده.))

نوموړی وايي، د ننګرهار له لارې د بېلابېلو ولايتونو وچه مېوه، تازه مېوه او سبزيجات، د څارويو څرمنې او يو شمېر نور توکي صادرېږي چې د پاکستان سربېره د کراچۍ بندر له لارې نورو هېوادونو ته هم لېږدول کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.