د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ګردېز په زندان کې بندیانو ته حرفوي او د سواد زده کړې ورکول کېږي

د ګردېز په زندان کې بندیانو ته حرفوي او د سواد زده کړې ورکول کېږي

Feb 18, 2019 - 12:03

ګردېز (پژواک، ٢٩ سلواغه ٩٧): د پکتيا د ګردېز زندان مسوولين وايي چې په دغه محبس کې ګڼو زندانيانو ته په څو برخو کې حرفوي او د سواد زده کړې ورکول کېږي څو د بند له مودې وروسته خپلې اقتصادي ستونزې له دې لارې هوارې کړي.

د دوی په خبره، ځيني زندانيان په خياطۍ، نجارۍ، فلزکاري او ساختماني چارو کې حرفوي زده کړې کوي او د دې تر څنګ د سواد زده کړې او د قرانکريم د حفظ درسونه هم ورکول کېږي.

د دغو کسانو له ډلې محمدرحيم د سلواغې په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له شاوخوا يو نيم کال راهيسې په زندان کې خياطي کوي او د زندانيانو او د زندان د ځينو کارکوونکو د جامو ګنډلو له لارې د خپلو ځينو اړتياوو پر پوره کولو سربېره د زندان اړوندې برخې ته هم ټاکلی شمېر پيسې ورکوي.

رحيم زياته کړه: ((درې سوه افغانۍ جوړه ګنډو، د زندان پيسې هم ورکوو او دومره راته په کې پاتې کېږي چې ځيني ضرورتونه پرې پوره کړو.))

دغه راز محمد اقبال يو بل زنداني دی چې وايي په زندان کې د کار زيات ظرفيت شته، خو د اسانتياوو او اړينو ماشينونو د کموالي له امله اړوند مسوولين نه شي کولاى ډېر کسان وروزي.

اقبال وايي: ((پنځه کاله کېږي کار کوم، نورو شاګردانو ته يې هم زده کوم، خو ماشينونه کم دي، ډېر کسان نه شم روزلى.))

شفيع الرحمن په نجاري برخه کې کار کوي او وايي د دې حرفې زده کولو له لارې کولی شي له زندان څخه تر خلاصېدو وروسته هم خپل ژوند مخې ته بوځي.

دی وايي: ((کوم کسان چې د خياطي، نجاري يا ولډنګاري په بخش کې دي او څوک چې په هره عرصه کې علاقه ولري، کولی شي راووځي، دلته کار وکړي او يوه حرفه زده کړي، څو په اينده کې له ده او فاميل سره يې مرسته شوې وي.))

حاجي معراج الدين هم وايي چې په ساختماني برخه کې کار کوي او له دې لارې د ورځې شاوخوا دوه سوه افغانۍ ترلاسه کوي.

ده وويل: ((د کار په بدل کې پيسې راکول کېږي، کاريګر ته ۱۲۰ او استاکار ته ۲۰۰ افغانۍ ورکوي؛ خوشاله يو چې يو کار کوو، هم مو وخت تيريږي او هم مو يو څه لاسته راځي.))

ځينې نور زندانيان په سواد زده کړه او د قرانکريم په حفظ بوخت دي، خو په دې برخه کې د کتابونو او قرطاسيې د کموالي خبره کوي.

بل لور ته د ګردېز محبس مدير مل پاسوال افندي ګل رباطي پژواک ته وويل چې اوسمهال لسګونه کسان د حرفوي او سواد زده کړې برخو کې په روزنه بوخت دي چې له زندانه ترخلاصېدو وروسته هم خپل ژوند په سم ډول مخې ته بيولی شي.

رباطي وويل چې په زندان کې پر يادو برخو سربېره د ډېرو نورو چارو ظرفيت هم شته، خو نيوکه کوي چې د زندانيانو صنعتي او حرفوي توکو ته د بازار نشتون يې د غوړېدو پر وړاندې لوی خنډ دی او ټينګار کوي که لږ تر لږه دولتي ادارې هم په ځينو برخو کې ور سره قراردادونه وکړي، نو د زندانيانو کار او د اصلاح په پروسه به مثبت اغېز ولري.

دی زياتوي: ((دلته څو بخشونه فعال دي چې په دې بخشونو کې کار کوو، خو بازار موندنه نشته، که بازار وي زموږ خياطان او نور کارکوونکي کولی شي خپل ځان، ادارې او خلکو ته موثر تمام شي، په دې برخه کې ستونزې لرو، دولتي ادارې هم قرارداد نه کوي.))

د يادونې ده، په دغه محبس کې شاوخوا درې مياشتې وړاندې د اتو تنو د قرانکريم حفظ بشپړ شو.

په ګردېز محبس کې اوسمهال د څلور مېرمنو په ګډون په بېلابېلو جرمونو تر ۴۰۰ ډېر کسان زندانيان دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement