کابل (پژواک ٢٩ سلواغه ٩٧): ولسمشر غني وايي، کاپیسا چې د تمدن مرکز و، بېرته به خپل پخواني عظمت ته ور وګرځي.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن مازدیګر د کاپیسا یو شمېر مشرانو او متنفذینو سره په دلګشا ماڼۍ کې وکتل.
سرچينه کاږي، په پیل کې عبدالقدوس په کاپیسا کې له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره په همغږۍ او همکارۍ د دښمن پر وړاندې د پاڅون کوونکو مبارزه او سرښندنې یادې کړې او همدارنګه یې د پاڅون کوونکو د لا تمویل او د قربانيانو او ټپیانو کورنیو ته د رسیدګي وړاندیز وکړ.
نوموړي همدارنګه د پوهنې، روغتون، ښوونځیو، د جوماتونو د ترمیم، لویو لارو، برېښنا او امنیت د لا ښه تامین په اړه خپل وړاندیزونه او غوښتنې له جمهور رئیس غني سره شریکې کړې.
سرچينه زياتوي، ولسمشر غني له یادو مشرانو څخه له دې امله مننه وکړه چې ناشونی کار یې شونی کړ او ويې ویل، د افغانستان د عظیم ولس په استازیتوب د کاپیسا له ولسونو او مشرانو مننه کوم، ځکه د دوی مبارزې د شپږو ولایتونو په ځانګړي ډول د کابل پر امنیت خاص اغېز لري.
نوموړي د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو ته د پاڅون کوونکو د تمویل او د قربانيانو او ټپیانو کورنیو ته د رسیدګي لارښوونه وکړه او په ټینګار سره یې وویل، کاپیسا کې له دښمن څخه د پاکو شویو سیمو ساتنې او پالنې ته باید اساسي پام وشي.
محمد اشرف غني یادو مشرانو ته ډاډ ورکړ چې وړاندیزونو او غوښتنو ته به یې پر وخت او د امکاناتو په رڼا کې رسیدګي وشي.
هغه زیاته کړه، کاپیسا چې پخوا د تمدن مرکز و، بېرته به خپل پخواني عظمت ته ور وګرځي، ځکه د کاپیسا د ولسونو وطن پالنه، مینه، اخلاص او عظمت ټولو ته معلوم دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن