د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

پاکستان ته د طالبانو پر لغوه شوي سفر د ځینو کسانو اندېښنې

پاکستان ته د طالبانو پر لغوه شوي سفر د ځینو کسانو اندېښنې

Feb 18, 2019 - 14:58

کابل (پژواک، ٢٩ سلواغه ٩٧): پاکستان ته د طالبانو د مرکچي پلاوي پر سفر د دوى ځينو اوسنيو ملګرو او پخوانيو چاروکو اندېښنې څرګندې کړې دي.

څو ورځې مخکې د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد له خوا د خبرپاڼې له لارې اعلان شو چې د سلواغې په ٢٩مه (نن دوشنبه) به د دوى مرکچي پلاوى له قطره اسلام اباد ته سفر کوي او هلته به د پاکستان له لومړي وزير عمران او زلمي خليلزاد سره ګوري.

له دې وروسته ځينو رسنيو داسې راپورونه هم خپاره کړل چې د طالبانو پلاوى به په اسلام اباد کې د سعودي له وليعهد محمد بن سلمان سره چې پاکستان ته په رسمي سفر تللى، هم وګوري.

خو دغه سفر اوس لغوه شوى دى.

پاکستان ته د طالبانو د پلاوي د سفر له اعلان وروسته د يو شمېر پخوانيو طالبانو او هغو افغان سياسونو غبرګونونه را وپارول چې څو ورځې مخکې یې په مسکو کې له طالبانو سره د دوى په وينا، ډېره مثبته ناسته کړې وه.

پخوانى وزير او سفير حضرت عمر زاخېلوال چې د مسکو د غونډې اعلاميه هم لوستې وه، لومړى پر دغه سفر نيوکه وکړه ، هغه په ټويټر کې ليکلي وو: ((اسلام اباد ته د سفر په اړه د طالبانو اعلاميه داسې پوښتنې او اندېښنې راپورته کوي چې د سولې را ولاړې شوې هيلې زيانمنوي، نو له سره غور به پرې هيله بښونکی خبر و اوسي.))

دغه راز پخواني ولسمشر حامد کرزي له امريکايي اژانس ايسوشي ايټېډ پرېس سره د مرکې پر مهال اسلام اباد ته د طالبانو د سفر په اړه ويلي وو چې له طالبانو سره سوله دې پر سيمه ييزه سيالۍ نه بدلېږي.

هغه زياته کړې وه ، له مهالوېش پرته په پاکستان کې د امريکا او طالبانو خبرې به افغانستان پر سیمه ییزې سیالۍ بدل کړي.

په کابل کې مېشت د طالبانو پلوى او پخوانى چارواکى نظر محمد مطمین هم له مهالوېش پرته په اسلام اباد کې د امريکا او طالبانو پر خبرو  يو ډول نيوکه کړې وه.

هغه په خپله يوه ليکنه کې چې په فېسبوک يې خپره کړې وه، ليکلي، د فشار په پايله کې په اسلام اباد کې له امريکا سره د طالبانو خبرې پوښتنې او اندېښنې زېږوي.

ده زياته کړې، که طالبان لا هم قطر ته تګ کې ستونزې لري او غواړي مخکې د قطر له ناستې د ملا برادر اخوند او خليلزاد ناسته اسلام اباد کې وشي، نو بيا هم اندېښنې پر ځای پاتې کېږي او فکر به کېږي چې بالاخره د امریکا ـ طالب د خبرو لاره پر اسلام اباد ورغلي، او اسلام اباد هر وخت دغه لاره کې خنډ پيدا کوی شي او د خپل ځان لپاره به په هر حال امتیاز اخیستلای شي.

د هغه په وينا، په کار ده چې طالبان له امريکا سره د خبرو داسې لاره ولټوي چې پر اسلام اباد نه وې ورغلې. که د طالبانو مرکچیان قطر ته د هر ځل تګ پر مهال له اسلام اباده لاره غواړي او اسلام اباد یې په مقابل کې ورڅخه هر ځل امتیاز غواړي؛ ناوړه پایلې به یې افغان ولس له ستونزو سره مخ کړي.

ليکوال او سياسي شنونکي  استاد محمد زمان مزمل چې د مسکو په غونډه کې يې هم ګډون کړى و، هم د اسلام اباد پر لغوه شوي سفر نيوکه کړې او ليکلي يې دي چې طالبانو د مسکو ګټلې په اسلام اباد کې بايلودل.

هغه زياته کړې، په داسې حال کې چې طالبان له امريکا سره د مذاکراتو په درانه پړاو کې روان دي هغوى په مسکو کې د دوه برخې کابل سره او له خپل ولس سره د عزت غونډه درلوده؛ په غونډه کې مشرانو له هغوى وغوښتل چې د سولې يقیني کول د کابل له حکومت سره له مذاکراتو پرته سراسري سوله نه شي راوستى.

مزمل ويلي، د پاکستان له  صدراعظم سره مخامخ کتل او د اشرف غني له پلاوي نه دومره قوي شيله تلل هغه سياست دی چې د طالبانو خوشبين کسان به هم هغه توجیه نه شي کړای.

د هغه په وينا، طالبان بايد د خپل هېواد په تړاو جامع فکر وکړي، د تېر جهاد دوران وښوده چې د شوروي پر ضد تر حد زيات حساس مجاهدين خپل غير جامع فکر د نورو په توطيه کې وغورځول.

د طالبانو بل پخواني چارواکي ملا عبدالسلام ضعيف چې د مسکو د تېرې ناستې ګډونوال هم ، پر يادې موضوع تازه ليکنه کړې ده.

هغه ويلي: ((زه کله هم د دې هڅه نه کوم چې د طالبانو په سياسي ليد لوري کې ورګډ شم او يا ورباندې داسې نيوکه وکړم، چې زه په هغه نيوکې سره ځان ته د طالبانو سياسي چارو کې د مداخلې حق ورکړم؛ ځکه زه اوس د هغه کاروان سره په سیاسي پریکړو کې، چې د ژوند په دغه حساس پړاو کې په کومه طریقه مزل کوي، ګډون او برخه نه لرم.))

نوموړي زياته کړې، په دې مرحله کې امريکا او طالبان د مخامخ مذاکراتو نتيجه کې داعتماد او باورحالت ته، د قوي تضمین په لرلو سره د حل لارې په نښه کولای شي، دا د طالبانو حق دی چې د راتلونکي لپاره، تر څو چې ملي اوسياسي مرحلې ته په عملي توګه داخليږي، د عدم مداخلت، د خنډونو د لرې کولو، د سیاسي ادرس په لرلو او ريښتیني ملي اقتدار په اړه ډاډ ترلاسه کړي او له هغه ورسته بیا په بشپړ ډاډ او قوت سره دوېمې مرحلې ته ور ننوزي.

ملا ضعيف ويلي، طالبانو ته په کار ده چې دغه لوی هدف ته د رسیدو په لاره کې ځیني مرحلې په پام کې ونيسي.

هغه مذاکراتي ډله چې مشرتابه ته د اعتماد وړ او د پوره صلاحیت لرونکي وي، هغوی ته د مشرتابه له خوا، په مذاکراتو کې سرې کرښې وټاکل شي؛ ځکه په هره مسئله او خبره کې مشوره او نه صلاحیت درلودل، دا رنګه پرته له دې مذاکراتي ډلې؛ د ځينو نورو غير ضروري مشورې، هغه څه دي چې هم دريځ ته تاوان رسوي، هم پرمختګ ټکنی کوي او هم د مذاکراتو پروسه اوږدوي.

د هغه په وينا، په مذاکراتي ډله کې شاملو اعضاوو ته دې زمينه برابره شي چې د مذاکراتو ټاکلي ځای ته له خپلو کورنيو سره يو ځای ولاړ شي، څو ذهناً ارام او پرېکړې په پوره صلاحيت او سړو مغزو ، پرته د کوم چا او لوري د فشار او مداخلې وکولای شي.

دى وايي،  په اوله مرحله کې څو طالبان او امريکا د تصويب مرحلې ته رسېږي، هېچا ته دې د مداخلې حق نه ورکول کېږي، څو مذاکرات په سم ډول او بريا سره پر مخ ولاړ او د سيمې هېوادونو له منفي رقابت څخه په امن کې پاتې شي؛ ځکه ټوله سيمه او په ځانګړي ډول ګاونډي هېوادونه هڅه کوي چې په خپله ګټه د مذاکراتو له جریان څخه استفاده وکړي.

ملا ضعيف وايي: ((زه پر دې باوري يم چې اوس مهال د سولې او سیاسي نوښت  توپ د طالبانو خواته پروت دی، هېواد وال او نړیوال ټول ورته منتظر دي چې دوی به دا توپ څنګه خپل هدف (ګُول) ته ورسوي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد اسلام اباد ته د خپل پلاوي د سفر په اړه په يوه خبر پاڼه کې ويلي، ټاکل شوې وه چې دا سفر نن ددوشنبې په ورځ ترسره شوي واى، او هلته له امريکايي پلاوي سره وګوري.

خو هغه زياته کړې، له بده مرغه د طالبانو د مرکچي ټيم غړو ته دامريکا او ملګرو ملتونو د تور لېست له امله د سفر زمینه مساعده نه شوه، له همدې امله یاده غونډه وځنډېده.

په خبرپاڼه کې راغلي، د غونډې ځنډېده په  دوى پورې اړه نه لري ځکه د طالبانو له لوري  غونډې ته پوره چمتو والی نیول شوی و، خو په دې اړه چې په رسنيو کې کوم ډول راپورونه خپاره شوي، حقيقت نه لري.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement