ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پنځه زره روزل شوې ښځې د کار لپاره شرکتونو ته ورپېژندل کېږي

پنځه زره روزل شوې ښځې د کار لپاره شرکتونو ته ورپېژندل کېږي

author avatar
18 Feb 2019 - 17:42
پنځه زره روزل شوې ښځې د کار لپاره شرکتونو ته ورپېژندل کېږي
author avatar
18 Feb 2019 - 17:42

کابل (پژواک، ٢٩ سلواغه ٩٧):  په کابل کې د کار او زده کړو په نندارتون کې پنځه زره روزل شوې ښځې هغو شرکتونو ته ورپېژندل کېږي چې کارکوونکو ته اړتیا لري او ځوانان کولای شي په تخفیف سره لوړو زده کړو ته لاس رسی پیدا کړي.

د کار او زده کړو نندارتون د روان کال د کب له څلوارلسمې تر اوولسمې نېټې پورې په کابل کې جوړيږي .

 د کاروبار او سوداګرۍ د پراختیا د مرکز په خبرپاڼه کې د یاد مطلب تر څنګ راغلي، دغه نندارتون د افغانستان د سوداګرۍ او کار د پراختیا د مرکز، سوداګرۍ او صنایعو خونې، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت، ځوانانو معینیت، د راتلونکي پلان خدمتونو او له افغانستان کې د شخصي پوهنتونونو له خوا جوړيږي .

 په خبرپاڼه کې راغلي: ((د «امریکا د متحده ایالاتو پراختیايي اداره (USAID-Promote and WIG – WIE)» له پنځو زرو ډېرې ښځې چې په بېلا بېلو برخو کې روزل شوې دي، هغو شرکتونو ته د ۶۰۰۰ افغانیو امتیاز په ورکولو معرفي کېږي چې کارکوونکو ته اړتیا لري.))

سرچینې د دغو پیسو په اړه جزيیات نه دي ورکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د کار او تحصیل په نندارتون کې به له ۴۰ زرو څخه تر ۶۰ زرو کسانو ګډون وکړي.

 د سرچینې په خبره، د دغه نندارتون تحصیلي برخه د زده کړیالانو لپاره بل فرصت دی چې دوی کولای شي پوهنتونونه او درسي نصابونه یې له نږدې وګوري او له هغو تخفیفونو ګټه واخلي چې د یاد نندارتون په وسیله رامنځته شوي دي.

 دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي، پوهنتونونه هم کولای شي د راتلونکي تحصیلي کال لپاره ښه بازارموندنه وکړي.

 د خالي بستونو اعلان، په بېلا بېلو برخو کې د غوره ښځو جایزه، د افغاني جامو او کلتور نندارې ته وړاندې کول، د کار او کسب د پیل لپاره انګېزه لرونکې خبرې، له معتبرو پوهنتونونو او شرکتونو لیدنه، داخلي او بهرني بورسونه هم په یاد نندارتون کې شامل دي.

 

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.