ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کوچيان: بلخ کې مو ۸۰ سلنه څرځايونه د زورواکو له خوا غصب شوي

کوچيان: بلخ کې مو ۸۰ سلنه څرځايونه د زورواکو له خوا غصب شوي

author avatar
18 Feb 2019 - 17:17
کوچيان: بلخ کې مو ۸۰ سلنه څرځايونه د زورواکو له خوا غصب شوي
author avatar
18 Feb 2019 - 17:17

مزار شريف (پژواک، ۲٩سلواغه، ۹۷): د بلخ ولايت کوچيان وايي، ۸۰ سلنه څرځايونه يې د سيمه ييزو زورواکو له خوا غصب شوي چې ورسره يې مالداري هم ۶۰ سلنه راکمه شوې ده.

دوی زياتوي، په دې برخه کې يې څو ځله له حکومت څخه د مرستې غوښتنه کړې؛ خو په وينا يې چې حکومتي چارواکو د يادې ستونزې د حل برخه کې تر اوسه هېڅ ډول عملي اقدامات نه دي کړي.

د رسمي معلوماتو له مخې، دمګړۍ په بلخ ولايت کې شاوخوا ۲۲ زره کورنۍ کوچيان ژوند کوي، چې خپل ژوند د مالدارۍ له لارې پر مخ بيايي.

د بلخ د کوچيانو رييس غلام فاروق عبيدي پژواک خبري اژانس سره مرکه کې وويل، چې د کوچيانو ډېری څرځايونه او مېنې د سيمه ييزو زورواکو له خوا غصب شوي دي.

هغه زياته کړه، چې ياد زورواکي له خپل زور او ټوپک څخه په استفادې په لرې پرتو سيمو کې عمومي مالچرونه نيولي او کروندې يې پرې کرلې دي.

نوموړي وويل: (( بلخ کې د صدمېش په نوم يوه لويه دښته ده، چې له ډېر پخوا راهيسې د کوچيانو مېنې په کې ودانې وې او خپل مالونه به يې په کې څرول؛ خو له بده مرغه وروستيو کلونو کې يو کوچی هم زړه نه ښه کوي، چې هلته ورشي؛ ځکه يادې سيمې اوس له ټوپکوالو سره دي.))

عبيدي وويل، چې د څرځايونو د غصب په تړاو هره ورځ ورته د کوچيانو سرخېلان مراجعه کوي او د مرستې غوښتنه کوي.

د هغه په وينا، دوی يادې ستونزې له مرکزي ادارې سره شريکې کړي؛ خو زياته يې کړه چې څوځله يې د دغو ستونزو د حل په موخه ژمنې کېږي؛ خو لا هم نه دي عملي شوي.

د بلخ د کوچيانو رييس دا هم وويل، چې ياد زورواکي قوي ملاتړ لري او له همدې ملاتړ څخه په استفادې د خلکو عامه شتمني او د کوچيانو مالچرونه غصبوي.

د چمتال ولسوالۍ د کوچيانو سرخېل حاجي محمد امين پژواک ته وويل، چې د پخوا کلونو په پرتله يې مالداري نږدې ۶۰ سلنه راکمه شوې ده.

نوموړی وايي، چې له يوې خوا وچکالۍ ځپلي دي او له بلې خوا يې څرځايونه غصب شوي چې له امله يې مالداري هم راکمه شوې ده.

هغه زياته کړه: (( يو شمېر ټوپکوال راځي، له څرځايونو څخه زمونږ څاروي شړي، وسله يې لاس کې ده، که يې خبر ونه منو، حتی ژوند مو په خطر کې لوېږي، موږ هم مجبوره يو چې لار ترې چپه کړو. اوس کيسه دې ته را رسېدلې، چې نور څرځايونه هم په ختمېدو دي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.