د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

۱۵ زره ګلدوزو ښځو ته د مسلکي زده کړو او کار زمینه برابرېږي

۱۵ زره ګلدوزو ښځو ته د مسلکي زده کړو او کار زمینه برابرېږي

Feb 18, 2019 - 19:14

کابل (پژواک، ٢٩ سلواغه ٩٧): په څلورو کلونو کې د افغانستان په اتو ولایتونو کې د امریکا د نړیوالې پراختيايي ادارې په نږدې لس میلیون ډالرو مرستې ۵۰۰ متشبثو او ۱۵۰۰۰ ګلدوزو ښځو ته د کار او زده کړو زمینه برابريږي.

 د یادې پروژې د عملي کېدو هوکړه لیک نن د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ خونې او یوې نړیوالې غیر انتفاعي موسسې (FHI 360) تر منځ چې په امریکا او ټوله نړۍ کې د خلکو د ارامتیا لپاره فعالیت کوي لاسلیک شو.

 د دې موسسې مسوولې سوسن کا سلومبک (Susan K Slomback) وویل، په تېره يوه کال کې د یادې پروژې لومړني کارونه ترسره شوي دي.

 هغې زیاته کړه، دغه پروژه چې د ۵۰۰ متشبثو او ۱۵۰۰۰ ګدوزو ښځو لپاره د زده کړو او کار زمینه برابرول په کې شامل دي په کابل، ننګرهار، کاپیسا، لغمان، بامیان، میدان ورګ، پروان او کندهار ولایتونو کې له ۲۰۱۸ کال څخه تر ۲۰۲۲ کاله د امریکا د نړیوالې پرمختیايي ادارې په ۹.۷ میلیون ډالري مرسته تطبیق کېږي.

 د نوموړې د معلوماتو په اساس، په دې پروژه کې متشبثو ښځو ته د ګلدوزۍ او د ګلدوزو ښځو لپاره د سوداګرۍ د لومړني مدیریت او مالي چارو، پلور، غوره تولید او د تولیداتو د ښې بسته بندۍ په برخه کې د زده کړې د لازمو فرصتونو رامنځته کول شامل دي.

 دغه راز سرچینې روښانه کړه چې د دغه پروګرام له لارې به د د هېواد په داخل او خارج کې د ګلدوزانو تولیداتو ته بازارموندنه ترسره شي.

 د هغې په خبره، سره له دې چې په افغانستان کې ګلدوز زیاته مخینه لري او په کلیو کې زیاتې ښځې په دې کار بوختې دي خو د دوی د مسلکي کېدو او محصولاتو ته یې د بازارموندنې په برخه کې کمه توجه شوې ده.

د افغانستان د ښځو د صنایعو او سوداګرۍ خونې رییسې منیژې وافق وویل، د ګلدوزو ښځو د مسلکي کېدو په برخه کې لږ کار ترسره شوی دی.

 هغې زیاته کړه، د ښځو د سوداګرۍ خونه ژمنه ده چې د ګلدوزو ښځو د مسلکي کېدو او د دوی د تولیداتو د پلور د زیاتېدو لپاره ډېر کار وکړي او د ګلدوزو ښځو لپاره د زیاتې کاري زده کړې زمینه برابره کړي.

د هغې په خبره، د دغه هوکړه لیک له مخې به د متشبثو ښځو لپاره د ګلدوزۍ او د ګلدوزو ښځو لپاره به د زده کړو کورسونه جوړ کړي.

 نوموړې وویل، د کلدوزو ښځو کره شمېر نه دی معلوم، خو اټکل کېږي چې په هېواد کې له یو میلیون ډېرې ګلدوزې ښځې وي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement