ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تر لس کلن ځنډ وروسته د محمود راقي ښارګوټي چارې پيلېږي

تر لس کلن ځنډ وروسته د محمود راقي ښارګوټي چارې پيلېږي

author avatar
19 Feb 2019 - 12:06
تر لس کلن ځنډ وروسته د محمود راقي ښارګوټي چارې پيلېږي
author avatar
19 Feb 2019 - 12:06

محمود راقي (پژواک، ٣٠ سلواغه٩٧) : د کاپيسا ښاروال وايي چې تر لس کلن ځنډ وروسته به د محمودراقي ښارګوټي جوړولو چارې يو ځل بيا پيل شي.

د کاپيسا ښاروال عزيز الرحمن افضلي الکوزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې ددغه  ښارګوټي لومړنۍ چارې له نن څخه لس کاله پخوا پيل شوې وې چې د ځېنو ستونزو له امله يې کارونه په ټپه ولاړو.

خو هغه وايي،اوسمهال يې دوی ډېرې ستونزې هوارې کړې دي او ډېر ژر به هغو کسانو ته د نومرو د وېش لړۍ پيل کړي چې يادې ادارې ته يې پيسې سپارلې دي.

ښاروال زياتوي: « له نن څخه لس کاله پخوا د کاپيسا د محمود راقي ښارګوتي کې د نومرو  لپاره ٧٥٠ تنو پيسې ښاروالۍ ته تسليم کړې وې، ټول بانکي او نور اړونده اسنادونه يې درلودل، خو د ځمکې د استملاک په اړه ځېنې ستونزې رامنځته شوې چې دغې پروسې لس کاله د دغه ښارګوټې د جوړېدو مخنيوی وکړ، مګر اوسمهال مو د هغو ځمکو خاوندانو سره ټولې ستونزې حل کړې دي او ډېر ژر به د استملاک پروسه پيل او  اړونده کسانو ته به نومرې ورکړل شي».

د نوموړي په وينا، په تېرو کلونو کې يوازې ٥٠ تنو ته نومرې ورکړل شوې دي او اوسمهال چې کومه لړۍ د استملاک پېلېږي پاتې ٧٠٠ کسانو ته به په لومړي قدم کې نومرې ورکړل شي.

د کاپيسا ښاروال په وينا، دوی پلان لري چې د مرکز رېګروان په سيمه کې هم يو ښارګوټى جوړ کړي.

الکوزى وايي:« اوسمهال په رېګروان کې يو لوی پارک جوړ شوی چې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه ورته سيلانيان راځي. همدا ډول هلته ځمکه هم شته او د ښارګوټي لپاره ښه چاپيريال هم لري.»

نوموړی همدا ډول وايي، په روان کال کې په ياده سيمه کې د دوی د ادارې له خوا د ٤٠ جريبه ځمکې د غصب مخه نيول شوې ده.

هغه زياتوي، په سيمه کې يو شمېر زوراکو هڅه کوله چې  دولتي ځمکه غصب کړي؛ مګر د دوی د هڅو په اساس ياده ځمکه له غصب څخه وژغورل شوه.

د ضياء الله په نوم د محمود راقي ښار يو تن دوکاندار پژواک ته وويل چې نهه کاله مخکې يې د ښارګوټي لپاره ښاروالۍ ته پيسې ورکړې دي؛ مګر تر دې دمه يې چارې په ټپه ولاړې دي.

د نوموړي په وينا، اوس ښاروالۍ پلان لري چې د استملاک لړۍ پيل شي او دوى هم هيله لري چې نومرې ورته ووېشل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.