ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مُقر  اوسېدونکو له شپږو ورځو راهيسې د کابل-کندهار  لار تړلې

د مُقر اوسېدونکو له شپږو ورځو راهيسې د کابل-کندهار لار تړلې

author avatar
19 Feb 2019 - 14:31
د مُقر  اوسېدونکو له شپږو ورځو راهيسې د کابل-کندهار  لار تړلې
author avatar
19 Feb 2019 - 14:31

غزني ښار(پژواک، ٣٠ سلواغه ٩٧): د غزني د مُقر ولسوالۍ اوسېدونکو له تېرو شپږو ورځو راهيسې د کابل-کندهار لويه لار تړلې او ټينګار کوي چې بايد ولسوالۍ يې پر ولايت بدله شي.

په دې وروستيو کې داسې اوازې خپرې شوي چې ګواکې ولسمشر محمد اشرف غني ځينې ولسوالۍ پر ولايتونو بدلوي، نو له همدې امله د غزني د مقر اوسېدونکو له تېرو شپږو ورځو راهيسې د کابل-کندهار لويه لار تړلي او ټينګار کوي چې ولسوالۍ بايد پر ولايت بدله شي.

د اړوندې موضوع په اړه يو تن اعتراض کوونکي شهزاده عاصم د سلواغې په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، که نفوس او مساحت ته وکتل شي نو مُقر ولسوالۍ د دې وړتيا لري چې پر ولايت بدله شي.

هغه وايي: ((په دې اعتراض کې له موږ سره د اب بند، ناوې، ګيلان، د جاغوريو او د پکتيکا د وازېخوا ولسواليو اوسېدونکي هم ګډون لري او د ټولو همدا غوښتنه ده چې مقر دې ولايت شي.))

دغه راز بل اعتراض کوونکي او قومي مشر روح الله پژواک ته وويل، هېڅ ډول ستونزه نه ليدل کيږي چې مقر دې پر ولايت بدل نه شي.

ده وويل: ((مُقر د اب بند، ناوې، ګيلان، د جاغوريو او د پکتيکا د وازېخوا ولسوالۍ مرکز دى او بل دا چې د کابل-کندهار سړک هم له دې ولسوالۍ څخه تېر شوى، نو په هېڅ صورت بايد زموږ حق ونه خوړل شي او ډېر ژر بايد دغه ولسوالۍ په ولايت بدله شي.))

ګڼ شمېر نورو اعتراض کوونکو هم همدا غوښتنه کوله او ويل يې چې که يې غوښتنه ونه منل شي د کابل-کندهار لويه لار د ترافيکو پرمخ نه خلاصوي.

خو بل لورته ياد شوي اعتراض عام خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.

د نورالله احمدزي په نوم يو تن په سيمه کې پژواک ته وويل: ((دا دوه ورځې کيږي، دلته رسېدلى يم، بس ارامه يې درولي يو، په موټر کې ښځې هم راسره دي، بس خلک يې له لوى مشکل سره مخ کړي دي.))

په ورته وخت کې يو تن موټر چلوونکي سميع الله پژواک ته وويل چې په موټر کې يې مڼي او نورې ميوې بار کړي چې د خرابېدو په حال کې دي.

هغه وايي: ((دلته هوا ډېره سړه ده، ميوې ټولې يخ وهلې دي، دوى اجازه نه راکوي، ډېر غټ تاوان يې راته رسولى دى.))

يو شمېر نورو خلکو هم ورته څرګندنې وکړې او له اعتراض کوونکو يې غوښتنه وکړه چې لار خلاصه کړي او خپله موضوع دې له حکومت سره مطرح کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.