ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسمشر ځانګړى استازى شاکر کارګر له دندې لرې شو

د ولسمشر ځانګړى استازى شاکر کارګر له دندې لرې شو

author avatar
19 Feb 2019 - 14:36
د ولسمشر ځانګړى استازى شاکر کارګر له دندې لرې شو
author avatar
19 Feb 2019 - 14:36

کابل (پژواک،٣٠ سلواغه ٩٧):ولسمشر اشرف غني د يوه فرمان له مخې د منځنۍ اسيا هېوادونو لپاره خپل ځانګړى استازى شاکر کارګر له دندې ګوښه او دغه تشکيل يې هم له منځه وړى دى.

د ولسمشر په فرمان کې چې نن د سلواغې په ٣٠مه، خپور شوى، راغلي، د اساسي قانون د ٦٤مې مادې د ١٣مې فقرې له مخې، د هم ګټو هېوادونو ( منځني اسيا او روسيې) لپاره د ځانګړي استازي په توګه د محمد شاکر کارګر عزل کول منظور دي.

دغه راز په دې حکم کې راغلي چې د هغه تشکيل او دفتر هم له منځه تللى دى.

هغه شاوخوا څلور کاله مخکې پر دې دنده ګومارل شوى و.

کارګر تر دې مخکې په ١٣٩٢ لمريز کال کې د سوداګرۍ د وزير او له هغه مخکې د اوبو او انرژۍ د وزير په توګه هم دندې ترسره کړې دي.

هغه د فارياب د اندخوى ولسوالۍ اوسېدونکى دى او په ١٣٥٦ لمريز کال کې زېږېدلى دى.

کارګر په ١٣٨٤ لمريز کال کې د افغانستان په لومړنيو پارلماني ټاکنو کې له فارياب ولايت څخه ولسي جرګې ته لاره موندلې وه.

دغه راز هغه په اذربايجان کې د افغانستان د سفير په توګه هم دنده ترسره کړې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.