ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل په قره باغ کې د ناقانونه وسلو ټولولو خلک د امنيت ټينګښت ته هيله من کړي

د کابل په قره باغ کې د ناقانونه وسلو ټولولو خلک د امنيت ټينګښت ته هيله من کړي

author avatar
19 Feb 2019 - 13:59
د کابل په قره باغ کې د ناقانونه وسلو ټولولو خلک د امنيت ټينګښت ته هيله من کړي
author avatar
19 Feb 2019 - 13:59

کابل (پژواک، ٣٠ سلواغه ٩٧): سږ کال د کابل په قره باغ کې د ٢٨ قتلونو په ګډون ٨٤ جنايي پېښو خلک اندېښمن کړي وو، خو وروسته له هغه د امنيت ټينګښت ته هيله من شوي چې پوليسو هلته سل ميله وسلې له خلکو ټولې کړې.

د قره باغ ولسوالۍ امنیه قوماندان احمد جواد د معلوماتو له مخې، په روان (۱۳۹۷) کال کې تر اوسه په دغې ولسوالۍ کې ۸۴ جنایې پیښی ثبت شوې دي.

د هغه په وينا، په دغو پېښو کې ٢٨ وژنې، درې انسان تښتونې،٢٤ د موټرو، کورونو او هټيو غلاوې او نور جرمونه شامل دي.    

خو دى وايي، وروسته له هغه په قره باغ کې هېڅ امنيتي پېښه نه ده رامنځته شوې چې امنيتي ځواکونو د روانې (سلواغې) مياشتې په ۲۵مه دعملياتو پر مهال له (نهرکلان، سامان کلا، شاه کلا، پیتابه، موسی کلا، جارچي کلا، کهنه کلا، کارګران، ننګي خېل، میانه جوی، دشت سه برچه او قاضي کلا) کليو څخه شاوخوا سل ميله ناقانونه وسلې ټولې کړې.

هغه وويل چې له دغو وسله څخه ۷۶ کلاشینکوفونه او دوه تومانچی د پیتابه کلي کې د لعل محمد (مشهور په قصاب) له کور څخه او پاتې نورې له نورو کليو څخه تر لاسه شوې دي.

ده د جزيياتو له ورکولو پرته وويل چې په دې تړاو څو تنه نيول شوي هم دي خو لعل محمد په کې نشته؛ ځکه چې هغه په سيمه کې نشته.

د سيمې يو شمېر اوسېدونکي د امنيتي ځواکونو دغه اقدام ستايي.

د قره باغ د میانه جوی کلي اوسېدونکى احمد خبیب د حکومت دغه اقدام ستايي، خو وايي چې په نورو کليو کې هم ناقانونه وسله وال شته او اړينه ده چې وسلې ترې ټولې شي.

د هغه په خبره، ناقانونه وسله وال کله کله، په تېره بيا د خوښیو په مراسمو کې ډلې، ډلی ګرځي، خو له يادو عملياتو سره يې شمېر کم شوى دى.

د قره باغ د کارېز کلي یو اوسېدونکى چې نه غواړي نوم يې څرګند شي، وايي چې هره شپه ناوخته به په دغه کلې کې ډزی کېدې، خو چا يې پوښتنه نه کوله.  

ده زياته کړه:"میاشت مخکی د شپی همداسې ډزې وشوې، هیچا هم له کور څخه د وتلو جرئت نه شو کولی او خلکو د نورو شپو په شان فکر کاوه چې هوايي ډزې دي، خو سهار خبر شوو چې غلو یو صراف په خپل کور کې وژل دی."

د نهرکلان کلي یو اوسېدونکى هدايت الله وايي:"زه کابل ښار کې دنده لرم او د رخصتیو په ورځو کې خپل کورته ځم. خو د ناقانونه وسله والو شتون او بد امنيتي وضعيت له امله مې خپل تګ را تګ کم کړی و، اوس چې يو څه وسلې ټولې شوې زه او د دغې ولسوالۍ نور خلک يو څه هيله من شوي چې هلته به وضعيت ښه شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.