ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سلګونو تنو مقر کې د لارې بندېدو په غبرګون کابل کې لاريون وکړ

سلګونو تنو مقر کې د لارې بندېدو په غبرګون کابل کې لاريون وکړ

author avatar
19 Feb 2019 - 10:21
سلګونو تنو مقر کې د لارې بندېدو په غبرګون کابل کې لاريون وکړ
author avatar
19 Feb 2019 - 10:21

کابل (پژواک، ۳۰ سلواغه ۹۷): سلګونه مسافرو په غزني کې د کابل – کندهار لارې د تړلو په غبرګون کې  د کابل - غزني لار د کابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې اړوند د کمپنۍ په سيمه کې د دوو ساعتونو لپاره د ترافيکو پر مخ وتړله.

اعتراض کوونکو کابل کې ياده لار نن سهار شاوخوا ٧ بجې وتړله او  نهه بجه يې بېرته پرانېستله.

هغوى وايي، په غزني کې د لارې بندېدو له امله  کابل کې په هوټلونو کې شپې تېروي او له ستونزو سره مخ دي.

اعتراض کوونکو د کابل- کندهار لار له تېرو شپږو ورځو راهيسې د غزني ولايت په مُقر ولسوالۍ کې د ترافيکو پر مخ تړلې ده.  هغوى غواړي چې مقر او شاوخوا ٧ نورې ولسوالۍ يې ولايت شي.

خو کابل کې هغه سلګونه اعتراض کوونکي چې غواړي له دې لارې کندهار او نورو ولايتونو ته سفر وکړي، وايي چې مُقر کې د لارې بندېدو له ستونزو سره مخ کړي او بايد دغه لار پرانېستل شي.  

له دغو کسانو څخه د کندهار د ميوند ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي ژېړي اکا پژواک خبري اژانس ته وويل :"پنځه ورځې کېږي چې موږ دلته په کابل کې اوسېږو، سخت ساړه دى، په هوټلونو کې ځای هم نشته، اکثره مزدوران دي والله که روپۍ لا ورسره پاتې وي."

د ده په وينا، حکومت بايد کابل کې د بند پاتې کسانو غم وخوري او مقر کې لاره پرانيزي.

د جوزجان د درزاب ولسوالۍ اوسېدونکي بهرام باى او ورسره يې لس ملګري هم له دغو اعتراض کوونکو څخه دي.

بهرام باى  وايى چې دوى غواړي ايران ته د مزدورۍ لپاره ولاړ شي.

هغه زياته کړه:"موږ بې وزلي يو، دومره پيسې مو رااخيستې وې چې د ايران تر پولې مو د موټر کرايه او د خوړلو لپاره کفايت وکړي؛ خو زموږ ټولې پيسې دلته مصرف کړې، اوس دومره پيسې نه لرو چې يايې دلته وخورو او يا پرې کور ته ولاړ شو."

هغه حکومت په بې کفايتئ تورن کړ او زياته يې کړه چې حکومتي مشران د بېوزلو له حاله نه دي خبر.

دی وايي:"اشرف غني چې دومره زور نه لرې چې خپله خبره عملي کړې، نو بيا ولې لويې لويې نارې وهې چې فلانۍ ولسوالۍ ولايت کوم؛ يا ولسوالۍ ورته ولايت کړه او يا لار خلاصه کړه، موږ تباه شوو."

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.