مزار شريف ( پژواک، ۳۰سلواغه ۹۷): مزار شريف کې ماليه ورکولو ته د خلکو د هڅونې په موخه د بايسکل ځغلولو سيالي جوړه شوې وه، چې شاوخوا ۳۰ ښځينه او نارينه ورزشکارانو په کې برخه اخيستې وه.
ياده سيالي د افغانستان د ماليې وزارت په همکارۍ د بلخ د بدني روزنې رياست له خوا جوړه شوې وه.
د بايسکل ځغلولو دغه سيالي د مزار شريف ښار د مستوفيت رياست له مخې پيل شوه، چې د شاوخوا ۸ کيلومتر لارې په طی کولو سره د مزار شريف ښار د مولانا پوهنتون مخې ته پای ته ورسېده.
د بلخ د مستوفيت رييس سيد اکبر سروري د سلواغې په ۳۰مه، پژواک ته وويل چې ياده سيالي يې ماليه ورکولو ته د خلکو د تشويق په موخه جوړه کړې ده.
هغه زياته کړه، هر کال د ماليې وزارت له خوا د ماليې ورکولو په موخه د عامه پوهاوي کمپاينونه پيل کېږي، چې مزار شريف کې د بايسکل ځغلولو نننۍ سيالي يې يوه بېلګه ده.
د سروري په خبره، د دې کمپاينونو موخه دا ده چې خلکو ته د ماليه ورکولو قوانين تشريح شي او هغوی تشويق شي چې په خپل وخت خپله ماليه ور کړي.
نوموړی زياتوي: (( تجربې ښودلې چې دا ډول کمپاينونه ډېر اغېزمن تمام شوي، څومره چې زموږ خلک له قوانينو خبرېږې په هماغه کچه ماليه ورکولو ته زړه ښه کوي)).
د بلخ د مستوفيت رييس زياته کړه، په معياري ډول د مالياتو په ورکړې سره د مالي فساد کچه هم راټيټېدای شي.
د هغه په خبره، د ورزشکارانو تر څنګ دوی هڅه کوي چې د نورو بېلابېلو اړخونو له لارې هم خپله دغه کمپاين ترسره کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن