ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې اته ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي

author avatar
19 Feb 2019 - 18:35
author avatar
19 Feb 2019 - 18:35

جلال اباد (پژواک، ۳۰ سلواغه ۹۷): د ننګرهار چارواکي وايي، د دغه ولايت بټي کوټ ولسوالۍ کې له وسله والو طالبانو سره په نښته کې ۸ ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي دي.

چارواکي که څه هم په دغه نښته کې وسله والو ته هم د درنې مرګ ژوبلې اوښتو خبره کوي؛ خو وايي په دې اړه کره شمېرې نشته.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياني د سلواغې په ۳۰مه پژواک خبري اژانس ته وويل، وسله والو تېره شپه د بټي کوټ ولسوالۍ لاچه پور سيمه کې د ولسي پاڅونوالو پر پوسته ډله ييز بريد کړی دی.

هغه زياته کړه، پوسته کې مېشتو ولسي پاڅونوالو له وسله والو سره مقاومت کړی؛ خو د وسله والو د بريدونو په نتيجه کې ۸ ولسي پاڅونوال وژل شوي دي.

د والي وياند وايي، په دغه نښته کې ګڼ شمېر وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې؛ خو دوی سره يې کره شمېرې موجودې نه دي.

بلخوا د سيمې اوسېدونکي وايي، وسله والو هغه مهال پاڅونوالو ته مرګ ژوبله واړوله، چې له نورو امنيتي ځواکونو يې د مرستې غوښتنه وکړه؛ خو هغوی يې مرستې ته ژر ور ونه رسېدل.

د سيمې يو اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وويل، په نښته کې يوه مېرمن هم وژل شوې ده.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.