ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې ښځو له مؤقت حکومت او د ملي ځواکونو له منحل کېدو سره مخالفت وښود

هلمند کې ښځو له مؤقت حکومت او د ملي ځواکونو له منحل کېدو سره مخالفت وښود

author avatar
19 Feb 2019 - 15:51
هلمند کې ښځو له مؤقت حکومت او د ملي ځواکونو له منحل کېدو سره مخالفت وښود
author avatar
19 Feb 2019 - 15:51

لښکرګاه(پژواک، ٣٠ سلواغه ٩٧): هلمند کې يو شمېر ښځو د مؤقت حکومت او ملي ځواکونو له منحل کېدو سره مخالفت وکړ، خو ټينګار کوي چې د سولې په پروسه کې ښځو ته هم بايد پراخه ونډه ورکړل شي.

دغه څرګندونې د هلمند ښځينه اوسېدونکو د سلواغې په ٣٠مه د يوې خبري غونډې په ترڅ کې وکړې.

د دې غونډې يوې ګډونوالې فريدې وويل چې د سولې په پروسه کې تر اوسه ښځو ته هېڅ ونډه نه ده ورکړل شوې، خو هيله يې وښوده چې تر دې وروسته په نورو غونډو کې بايد ونډه ورکړل شي.

دې زياته کړه: ((موږ سوله غواړو خو هېڅ مهال د موقت حکومت او د ملي ځواکونو له منحل کېدو سره موافقه نه شو کولاى.))

دغه راز په دې غونډه کې د هلمند د بشري حقونو د ولايتي دفتر مشرې حفيفې معروف وويل چې د ښځو د حقونو د خونديتوب په موخه بايد د سولې په پروسه کې ښځو ته هم ونډه ورکړل شي.

معروف وايي: ((په هېواد کې ډېرې بااستعداده ښځې شته چې د سولې په پروسه کې د ګډون کولو وړتيا لري، دوى ته هم بايد چانس ورکړل شي.))

همدارنګه د ښځو مدني ټولنې مشرې حسنا وويل چې په روانو جګړو کې تر نورو کسانو ښځو ډېره قرباني ورکړې، خو د سولې په پروسه کې بيا هېڅ ونډه نه ده ورکړل شوې.

دې هم د موقت حکومت د رامنځته کېدو او ملي ځواکونو له منحل کېدو سره مخالفت وکړ او ويې ويل چې ملي ځواکونو ډېره قرباني ورکړې او د هېواد اصلي اتلان همدوى دي.

په دې غونډه کې يو شمېر نورو ښځو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومت او طالبانو څخه يې   وغوښتل چې په هېواد کې د سولې په موخه دې بين الافغاني مذاکرات په هېواد کې دننه پيل کړي.

د يادونې ده چې څه موده وړاندې په قطر هېواد کې د وسله والو طالبانو استازي عباس ستانکزي ويلي و چې د امريکا له وتلو وروسته بايد ملي ځواکونه منحل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.