ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ووټل: امريکا به د افغانستان د خلکو او حکومت په خوا کې پاتې شي

ووټل: امريکا به د افغانستان د خلکو او حکومت په خوا کې پاتې شي

author avatar
19 Feb 2019 - 18:40
ووټل: امريکا به د افغانستان د خلکو او حکومت په خوا کې پاتې شي
author avatar
19 Feb 2019 - 18:40

کابل (پژواک ٣٠ سلواغه ٩٧): د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان وايي، د افغانانو په مالکيت د سولې له بهيره ملاتړ کوي او امريکا به د افغانستان د خلکو او حکومت په خوا کې پاتې شي.

د ملي امنيت شورا له دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ‌‌‌‌‌‌ډاکټر حمدالله محب، نن غرمه د امریکا د متحدو ایالتونو د مرکزي قوماندانۍ له قوماندان جنرال جوزف ووټل سره ولیدل.

سرچينه کاږي، ډاکټر محب له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو په ځانګړې توګه د وسله وال پوځ د تقویت او تجهیز برخه کې د امریکا د متحدو ایالتونو د همکارۍ او مشارکت قدرداني وکړه.

نوموړي د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د سولې مذاکراتو بحث کې د امریکا د متحدو ایالتونو  له آسانچاري نقش مننه وکړه. دغه راز دواړو خواوو په امنیتي مسایلو هم بحث وکړ.

په دې لیدنه کې جنرال جوزف ووټل د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له بهیره د ملاتړ اعلان سربېره وویل، امریکا متحده ایالات به د افغانستان د خلکو او حکومت په خوا کې پاتې شي.

ده ټینګار وکړ چې د سیمې هېوادونه باید ترهګرۍ سره مبارزه کې عملي ګامونه پورته کړي او امریکا متحده ایالات به د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.