ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې د کوڅه ډبو سپیانو موجودیت د خلکو د ځورونې لامل شوى

په کابل کې د کوڅه ډبو سپیانو موجودیت د خلکو د ځورونې لامل شوى

author avatar
19 Feb 2019 - 15:58
په کابل کې د کوڅه ډبو سپیانو موجودیت د خلکو د ځورونې لامل شوى
author avatar
19 Feb 2019 - 15:58

کابل (پژواک،٣٠ سلواغه ۹۷): د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي د دغه ښار په کوڅو کې د «کوڅه ډبو سپیانو» له موجودیته اندېښنه څرګندوي او وايي، له یادو سپیانو څخه د ډار له امله خلک له ماښامه وروسته او سهار وختي له کوره نه شي وتلای.

 د کابل ښار د یوولسمې ناحیې اوسېدونکي حاجي غلام نبي د ښار په کچه د کوڅه ډوبو سپیانو له زیاتېدو څخه په اندېښنې پژواک خبري اژانس ته وویل: ((څه موده مخکې د سهار لمانځه د اداکولو لپاره له کوره بهیر ووتم او جومات ته نږدې سپي راباندې حمله وکړه او زه یې وخوړلم، له هغه وروسته جرئت نه شم کولای چې د ماخوستن او سهار د لمانځه لپاره جومات ته لاړ شم.))

 هغه وویل، که زیاتی ونه شي د کابل ښار په خیرخانه کې د یادې سیمې د اوسېدونکو په اندازه کوڅه ډبي سپي موجود دي او کله چې په سړکونو، واټونو او کوڅو کې یادو سپیانو ته وکتل شي لیدل کېږي چې د پسونو د رمې په توګه ګرځي راګرځي.

 د خیرخانې سیمې دغه اوسېدونکي د دې په بيانولو چې کوڅه ډبي سپیان د لویانو له ځورونې سربېره ماشومان هم ځوروي له کابل ښاروالۍ او عامې روغتیا وزارت څخه وغوښتل چې د یادو سپیانو د له منځه وړلو ته چې خلکو ته یې لوی سرخوږی جوړ کړی، توجه وکړي.

 د کابل ښار اتمې ناحیې اړوند د کارته نو سیمې اوسېدونکي نجیب الله وویل، څو ورځې مخکې یې د شپې په ۲:۰۰ بجو مېرمن ناروغه شوه او کله چې له ناروغ سره له کوره بیرون ووت کوڅه ډبي سپیان یې د ځورنې لامل شول او مجبور شو چې خپله ښځه د سړک په څنډه پرېږدي او سپي وشړي.

نوموړي له ښاروالۍ او اړوندو مسوولینو وغوښتل چې د یادو سپیانو د له منځه وړلو لپاره جدي اقدام وکړي.

د کابل ښاروالۍ د تنظیف رییس احمد بهزاد غیاثي یادو اندېښنو ته په ځواب کې پژواک ته وویل، له تېر یوه کال راهیسې د کوڅه ډبو سپیانو د واکسین بهیر پیل شوی او په دې موده کې شاوخوا شپږ زره سپي واکسین شوي دي.

هغه زیاته کړه، همدا اوس په درېیمه او څلورمه ناحیه کې د کوڅه ډبو سپیانو د شنډېدو پروګرام روان دی.

نوموړي زیاته کړه، په ټوله کې د کابل ښار په کچه له ۲۸ زرو ډېر کوڅه ډبي سپیان موجود دي او د دغه کار د ترسره کولو لپاره د یادې ادارې ۲۰ کسان په هندوستان کې روزل شوي دي.

په ورته وخت کې دیني عالم شمس الرحمن فروتن وویل، که څه هم اسلام مبارک دین د بشر لپاره په خدمت کې دی او ټول موجودات یې د بشري ګټو لپاره پیدا کړي، خو کوڅه ډبي سپيان چاپېریال، روغتیا او ټولنې ته مضر تمامېږي او له منځه وړل یې نه دي منع شوي.

 هغه زیاته کړه: ((نبي کریم ص په مدینه منوره کې د یو شمېر سپیانو د له منځه وړلو لپاره چې چاپېریال ته مضر تمام شوي و امر وکړ او دلته هم باید خلک دقیق شي او په هغه صورت کې چې شتون یې د ټولنې لپاره تاواني وي له منځه دې یوړل شي.))

یاد دیني عالم دغه راز وویل، له ده سره یو شمېر اندېښنې شریکې شوې دي چې یو شمېر لمونځ کوونکي په نورو وختونو کې لمانځه ته ځي، خو د کوڅه ډبو سپیانو د موجودیت له امله د سهار او ماخوستن لمانځه ته جومات ته نه شي تللای.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.