کابل (پژواک، ٣٠ سلواغه ٩٧) : د کورنيو چارو وزارت وايي چې پوليسو د کابل ښار په بېلا بېلو سيمو کې د عملياتو پر مهال نږدې ١٠٠ ميله وسلې نيولې دي.
د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي د سلواغې په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کورنيو چارو وزارت ځانګړې قطعې له استخباراتو رياست سره په ګډه د کابل ښار په ١٣مه حوزه کې عمليات ترسره کړي دي.
هغه زياته کړه، د دې عملياتو پر مهال دوه کسان له ٥٥ بېلا بېل ډول وسلو او مهماتو سره نيول شوي دي.
رحيمي وايي، په دغو وسلو کې ١٥ ميله کلاشينکوفونه ، ٣٩ ميله تومانچې ، ٧٨ شاجورونه، ٨٠ د پيکا شريد، ١٦ صندوقه مرمۍ او يوه پايه کمپيوټر ترلاسه شوي.
د کورنيو چارو وزارت وياند دغه راز وويل چې د نشه يي توکو پر وړاندې ځانګړو ځواکونو د کابل ښار د نهمې حوزې اړونده د څرخي پله په سيمه کې له يوه موټر څخه ٣٩ ميله تومانچې ترلاسه کړې دي.
ده زياته کړه، دا تومانچې په يوه موټر کې په ماهرانه ډول ځاى پر ځاى او غزښتل يې چې له کابل څخه يې ننګرهار ولايت ته ولېږدوي.
سرچينه وايي، له دې وسلو سره د تړاو په تور هم دوه تنه نيول شوي او دواړه قضيې ترڅېړنو لاندې دي.
د يادونې ده چې څو ورځې مخکې هم پوليسو د کابل ولايت په قره باغ و لسوالۍ کې د عملياتو پر مهال تر ١٠٠ ميله زياتې وسلې ترلاسه کړې وې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن