ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

۲۷ کسان په بند محکوم شول

۲۷ کسان په بند محکوم شول

author avatar
19 Feb 2019 - 15:30
۲۷ کسان په بند محکوم شول
author avatar
19 Feb 2019 - 15:30

کابل(پژواک، ۳۰ سلواغه ۹۷): له نشه يي توکو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ۲۷  کسان د نشه يي توکو او مسکراتو د څوارلس قضيو په تړاو په  ۱۸ مياشتو  تر ۱۸ کلونو بند محکوم کړل .

د ياد مرکز د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کسان د امنيتي اوکشفي ارګانونو له خوا د يو کيلوګرام هيرويين، ۶۱ کيلوګرام مورفين، ۵۴۷ کيلوګرامه ترياکو، ۴۱۵ کيلوګرامه چرسو، ۴۱۴ ګرامه مت امفتامين(ښيښه) او ۷۸ کيلوګرامه کيمياوي توکو د قاچاق په تور د هېواد په بېلابېلو سيموکې نيول شوي وو.

سرچينه ليکي چې په يادو کسانو کې درې تنه هغه کسان هم شامل دي چې غوښتل يې نشه يي توکي د کابل له نړيوال هوايي ډګر څخه هند ته قاچاق کړي.

په خبرپاڼه کې د محکوم شويو کسانو د بند په اړه جزييات نه دي ورکړل شي. 

د ياودنې ده چې په تېرو دوو اوونيو کې هم  د ياد مرکز لومړنۍ او استيناف محاکمو ۱۸ کسان د ۱۱ قضيو په تړاو تر ۱۸ کاله بند محکوم کړي وو.

افغانستان يو له هغو هېوادونو څخه دى چې تر ټولو ډېر نشه يي توکي توليدوي.

د دغې ستونزې له امله دا مهال په افغانستان کې شاوخوا درې عشاريه شپږ ميليونه کسان په نشه يي توکو روږدي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.