د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"د افغانستان ګاونډيانو په تېره پاکستان تل افغانانو ته په شاتو کې زهر ورکړي"

"د افغانستان ګاونډيانو په تېره پاکستان تل افغانانو ته په شاتو کې زهر ورکړي"

Feb 19, 2019 - 15:24

کابل(پژواک،٣٠سلواغه ٩٧):د تغيير او اميد ټولنې،مونيخ کې د افغانستان د ملي امنيت سلاکار له څرګندونو ملاتړ وکړ، ويې ويل چې د افغانستان ګاونډيان په تېره بيا پاکستان، افغانستان کې د جګړو لامل دي.

د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ډاکتر حمدالله محب د جرمني په مونيخ ښار کې د نړيوال امنيتي کنفرانس څنډې په يوه ځانګړي بحث کې چې د امريکا د بهرنيو چارو پخوانى وزير جان کري، د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي او د ازبکستان د بهرنيو چارو وزير عبدالعزيز کاملوف په کې برخه لرله، ويلي چې د افغانستان ځينو ګاونډيانو خپل تاريخ هېر کړى دى.

دغه راز هغه ويلي و چې افغانان چا ته د تسليمېدو خلک نه دي او هر وخت د خپل هېواد ساتنې او خپلواکۍ لپاره قربانۍ ته چمتو دي او افغان ځواکونه د خپل هېواد له ارزښتونو څخه د ساتنې لپاره قرباني ورکوي.

د تغيير او اميد اجتماعي ټولنې نن په يوه ناسته کې د محب له څرګندونو ننګه وکړه.  

د يادې ټولنې د اداري چارو مسوول نظر خروټي په دې اړه د دغې ټولنې پرېکړه ليک ولوست، ويې ويل چې د افغانستان د څلورو لسيزو جګړو لامل د افغانستان ګاونډيان په تېره بيا پاکستان دى چې تل يې په شاتو کې افغانانو ته زهر ورکړي.

ده وويل چې د افغانستان د حکومت په ځانګړي ډول د پاکستان د بهرنيو چارو وزير پر وړاندې د ملي امنيت شورا سلاکار حمدالله محب له دريځ او څرګندونو ننګه کوي.

هغه زياتوي چې د افغانستان دولت او سياسيون بايد د ګاونډيو، په ځانګړي ډول پاکستان پر وړاندې همداسې غوڅ دريځ ولري.

د پاکستان پر وړاندې د افغان سياستوالو روښانه او جدي سياست او له دا ډول سياست څخه د خلکو ملاتړ، د سولې په پروسه کې د پاکستان پر وړاندې د افغانستان د حکومت د دريځ روښانتيا او د نوييمې لسيزې د تېروتنو د تکرار د مخنيوي لپاره د افغانانو يووالى، هغه غوښتنې دي چې د يادې ټولنې په پرېکړه ليک کې شوي دي.

دغه راز په پرېکړه ليک کې راغلي چې د ډيورنډ کرښه يوه تپل شوې او کرغېړنه کرښه ده چې يو قوم سره بېلوي او هېڅ افغان ته د منلو نه ده.

سرچينه زياتوي چې د افغانستان حکومت دې پر دغه کرښه د پاکستان له خوا د اغزن مزي د غځولو پر وړاندې خپل دريځ او د مخنيوي لپاره يې دې اړين ګامونه پورته کړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement