پلخمري(پژواک، ٣٠ سلواغه ٩٧): بغلان کې روغتيايي مسوولين وايي چې د پلخمري برېښنا بند د بيارغولو له امله د ملکي روغتون برېښنا کمه شوې چې ورسره اړوندې چارې له ستونزو سره مخ دي.
د اړوندې موضوع په اړه د بغلان د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر عبدالحلیم غفاري د سلواغې په ٣٠ مه پژواک خبري اژانس ته وویل، له کومې ورځې چې د پلخمري برېښنا بند د بيارغولو کار پيل شوى، ورسره روغتون کې برېښنا کمه شوې ده.
هغه وايي: ((ډېرى وخت موږ له ډيزلي برېښنا څخه استفاده کوو، خو دومره امکانات نه لرو چې د تل لپاره له ډيزلي برېښنا کار واخلو، نو يو څه روغتيايي خدمات له ستونزو سره مخ دي.))
غفاري ټينګار وکړ چې اړوند مسوولين بايد روغتون ته د دايمي برېښنا د ورکړې په برخه کې پوره هلې ځلې وکړي.
په دې اړه د پلخمري د نساجي شرکت ریيس غلام قادرخان چې د برېښنا بند مسوولیت هم پر غاړه لري پژواک ته وويل چې د پلخمري برېښنا بند د بیارغولو کار روان دی او هڅه کوي چې تر راتلوونکو دوه میاشتو يې چارې بشپړې کړي.
دی زیاتوي: ((له څه وخت نه چې موږ کار شروع کړى، د مجبوريت له مخې مو د اته سوه مېترو برېښنا بنده کړې چې تر اوسه له دې اړخه موږ اووه ميليونه افغانۍ تاوان هم کړى خو څه وکړو مجبوريت دى.))
دغه راز د بغلان د برېښنا شرکت سرپرست ريیس انجنیر عبدالاول پژواک ته وويل چې د برېښنا بند د کار د پيل په لومړيو ورځو کې پر ملکي روغتون برېښنا کمه شوې وه خو اوس دغه ستونزه حل شوې ده.
نوموړى زياتوي: ((موږ په لومړي برېښنا بند کې کار کوو، له دويم برېښنا بند څخه مو د ملکي روغتون د برېښنا ستونزه هواره کړې اوس مشکل نه لري.))
د يادونې ده چې د پلخمري برېښنا د بيارغولو چارې شاوخوا يوه مياشت وړاندې پيل شوې چې ٢،٨ ميليونه ډالر پرې لګول کيږي او ټاکل شوې چې چارې يې د روان ميلادي کال تر پايه بشپړې شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن