جلال اباد (پژواک، ۳۰ سلواغه ۹۷): د ننګرهار چارواکي وايي چې د کرنې وزارت له لوري او د اسيايي پراختيايي بانک د ٩٤ميليونه افغانيو په لګښت د ننګرهار کانال ځينې برخې رغول کېږي .
چارواکي وايي، د بيارغونې دا لړۍ روانه اوونۍ پيل شوې او ټاکل شوې راتلونکو څو مياشتو کې سرته ورسېږي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د سلواغې په ۳۰مه پژواک اژانس ته وويل، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژې له خوا په دغه ولایت کې د اسیایي پراختیایي بانک په اته اتیا میلیونه افغانیو مالي لګښت د سرخاب سیفون او د دوو فرعي کانالونو د بیارغولو چارې پیل شوې دي.
نوموړي زياته کړه، د سرخاب د سیفون عمومي ظرفیت په ثانیه کې ۵۰ متر مکعبه ده او په ټولیزه توګه ۳۱ زره هکتاره ځمکه خړوبوي.
دی وايي، یاد سیفون د ننګرهار ولایت د سرخرود، بهسودو، بټي کوټ، غني خېلو او مهمندرې ولسوالیو اړوند کرنیزې ځمکې د خړوبولو تر پوښښ لاندې راولي.
د خوږياڼي په وينا، همداراز د یاد سیفون د بیارغولو ترڅنګ د ننګرهار کانال اړوند د دوو فرعي کانالونو (د دېرشم فرعي کانال او چهار دروازې محافظوي دیوال) د بیارغولو چارې هم پیل شوې دي.
د ننګرهار د والي وياند دغه راز وويل، د کرنې وزارت اړوند د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه د اسیایي پراختیایي بانک په ۶ میلیونه افغانیو مالي لګښت د ننګرهار عمومي کانال د شپږو فرعي کانالونو د بیارغولو چاري هم پیل شوې دي.
هغه زياته کړه، یاد فرعي کانالونه د بهسودو، بټي کوټ او سره رود په ولسوالیو کې شتون لري، چې په ټولیزه توګه څلور زره او ۷۰۰ هکتاره ځمکه خړوبوي او ترڅنګ یې ۴۳ زره او ۵۰۰ کسان ورڅخه هر اړخیزه ګټه پورته کوي.
دی وایي چې یاد کانالونه د اوبو د تنظیم په برخه کې خورا ګټور دي او ترڅنګ یې د اوبو د ضایعاتو مخه نیسي،چې تر پوښښ لاندې ځمکو د کرنیزو حاصلاتو د ډېرېدو لامل هم کیږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن