د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کابل په قره باغ کې د ناقانونه وسلو ټولولو خلک د امنيت ټينګښت ته هيله من کړي

د کابل په قره باغ کې د ناقانونه وسلو ټولولو خلک د امنيت ټينګښت ته هيله من کړي

Feb 19, 2019 - 13:59

کابل (پژواک، ٣٠ سلواغه ٩٧): سږ کال د کابل په قره باغ کې د ٢٨ قتلونو په ګډون ٨٤ جنايي پېښو خلک اندېښمن کړي وو، خو وروسته له هغه د امنيت ټينګښت ته هيله من شوي چې پوليسو هلته سل ميله وسلې له خلکو ټولې کړې.

د قره باغ ولسوالۍ امنیه قوماندان احمد جواد د معلوماتو له مخې، په روان (۱۳۹۷) کال کې تر اوسه په دغې ولسوالۍ کې ۸۴ جنایې پیښی ثبت شوې دي.

د هغه په وينا، په دغو پېښو کې ٢٨ وژنې، درې انسان تښتونې،٢٤ د موټرو، کورونو او هټيو غلاوې او نور جرمونه شامل دي.    

خو دى وايي، وروسته له هغه په قره باغ کې هېڅ امنيتي پېښه نه ده رامنځته شوې چې امنيتي ځواکونو د روانې (سلواغې) مياشتې په ۲۵مه دعملياتو پر مهال له (نهرکلان، سامان کلا، شاه کلا، پیتابه، موسی کلا، جارچي کلا، کهنه کلا، کارګران، ننګي خېل، میانه جوی، دشت سه برچه او قاضي کلا) کليو څخه شاوخوا سل ميله ناقانونه وسلې ټولې کړې.

هغه وويل چې له دغو وسله څخه ۷۶ کلاشینکوفونه او دوه تومانچی د پیتابه کلي کې د لعل محمد (مشهور په قصاب) له کور څخه او پاتې نورې له نورو کليو څخه تر لاسه شوې دي.

ده د جزيياتو له ورکولو پرته وويل چې په دې تړاو څو تنه نيول شوي هم دي خو لعل محمد په کې نشته؛ ځکه چې هغه په سيمه کې نشته.

د سيمې يو شمېر اوسېدونکي د امنيتي ځواکونو دغه اقدام ستايي.

د قره باغ د میانه جوی کلي اوسېدونکى احمد خبیب د حکومت دغه اقدام ستايي، خو وايي چې په نورو کليو کې هم ناقانونه وسله وال شته او اړينه ده چې وسلې ترې ټولې شي.

د هغه په خبره، ناقانونه وسله وال کله کله، په تېره بيا د خوښیو په مراسمو کې ډلې، ډلی ګرځي، خو له يادو عملياتو سره يې شمېر کم شوى دى.

د قره باغ د کارېز کلي یو اوسېدونکى چې نه غواړي نوم يې څرګند شي، وايي چې هره شپه ناوخته به په دغه کلې کې ډزی کېدې، خو چا يې پوښتنه نه کوله.  

ده زياته کړه:"میاشت مخکی د شپی همداسې ډزې وشوې، هیچا هم له کور څخه د وتلو جرئت نه شو کولی او خلکو د نورو شپو په شان فکر کاوه چې هوايي ډزې دي، خو سهار خبر شوو چې غلو یو صراف په خپل کور کې وژل دی."

د نهرکلان کلي یو اوسېدونکى هدايت الله وايي:"زه کابل ښار کې دنده لرم او د رخصتیو په ورځو کې خپل کورته ځم. خو د ناقانونه وسله والو شتون او بد امنيتي وضعيت له امله مې خپل تګ را تګ کم کړی و، اوس چې يو څه وسلې ټولې شوې زه او د دغې ولسوالۍ نور خلک يو څه هيله من شوي چې هلته به وضعيت ښه شي.

ياد کسان له حکومت څخه غواړي چې په ټوله ولسوالۍ کې د ناقانونه وسله والو د ګرځېدو مخه ونيسي او وسلې ترې ټولې کړي.  

د قره باغ ولسوالۍ ولسوال محمد حنیف صدیقي وايي، چې مخکې له عملیاتو څخه هم څو ځله د بېځایه ډزو او ناقانونه وسلو ګرځولو څخه د خلکو له خوا دغې ولسوالۍ ته شکایت شوی و او په دې اړه د ولسوالۍ په شورا کې خبرې پرې شوې وې.

دى وايي چې د قره باغ په نورو کليو کې هم د ناقانونه وسله والو د شتون په اړه د خلکو شکايتونه تر څېړنې لاندې دي او وروسته له هغه چې کشفي ارګانونه يې شمېر او د اوسېدو کره ځاى په ګوته کړي، په تړاو به يې اقدام وشي. 

د هېواد په ځينې نورو ولايتونو کې هم خلک له ناقانونه وسله والو څخه سر ټکوي.  

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement