د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندهار درې ولسوالیو کې د سیمه ییزې اردو سرتېري په دندو وګومارل شول

د کندهار درې ولسوالیو کې د سیمه ییزې اردو سرتېري په دندو وګومارل شول

Feb 19, 2019 - 17:26

کندهار (پژواک، ۳۰ سلواغه ۹۷): د کندهار په درېیو ولسوالیو کې د سیمه ییزې اردو ځواک په دندو ګومارل شوی چې د دغو ولسوالیو د اوسېدونکو او چارواکو په وینا، د امنیت په ټینګښت او پوځي عملیاتو کې یې ښه رول لوبولی دی.

د کندهار ارغنداب، ژېړۍ او پنجوايي هغه درې ولسوالۍ دي چې د سیمه ییزې اردو درې ټولي په کې ځای پر ځای شوي دي.

په کندهار کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو د روزنیز مرکز مشر ډګروال فیض الدین کاکړ پژواک خبري اژانس ته وویل، تر دې مهاله د کندهار او اروزګان ولایتونو لپاره د سیمه ییزې اردو څلور ټولي روزل شوي او تر فراغت وروسته په دندو ګومارل شوي دي.

هغه زیاته کړه، د فارغ شوو ټولیو له ډلې درې ټولي د کندهار په ژېړۍ، پنجوايي او ارغنداب ولسوالیو او یو ټولى د اروزګان په ترینکوټ کې ځای پر ځای شوي او خپلې دندې مخ ته وړي.

د ده په خبره، د اروزګان د درېیو نورو ولسوالیو دهراوود، چنارتو او ترینکوټ لپاره هم د سیمه ییزې اردو د درېیو ټولیو روزنه او ګومارنه په پلان کې ده.

نوموړی وايي، ملي دفاع وزارت دغه پلان د سیمو د امنیت د لا ښه خوندیتوب لپاره اخیستی او دغه ځواک د سیمې له اوسېدونکو جوړ دی.

دی زیاتوي، د سیمه ییزې اردو غړي پخواني پولیس او یا هم د اردو غړي دي چې د سیمې د مخورو په ضمانت یې د جلب او جذب چارې تر سره کېږي او د ۲۰۵ اتل قول اردو تر امر لاندې په خپلو سیمو کې فعالیت کوي.

د ده په خبره، سیمه ییزې اردو ته هم د ملي اردو په څېر څلور میاشتنۍ روزنه ورکول کېږي او نږدې عین امتیازات لري.

د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند ډګرمن خوجه یحيی علوي هم وايي چې تر دې مهاله د کندهار په درېیو ولسوالیو او د اروزګان په یوې ولسوالۍ کې سیمه ییزه اردو په دندو ګومارل شوې ده.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ځواک د امنیت په خوندیتوب او پوځي عملیاتو کې ښه رول لوبولی، ځکه د سیمې اوسېدونکي دي او د هر څه په اړه معلومات لري.

نوموړی خبر ورکوي چې د سیمه ییزې اردو د روزنې لړۍ دوام لري او له اړتیا سره سم به د کندهار او نورو ولایتونو په څو ولسوالیو کې په دندو وګومارل شي.

د کندهار امنیه قوماندان تورنجنرال تادین خان وايي، د سیمه ییزې اردو جوړول او کلي د کليوالو په وسیله ساتل یو پر ځای ګام دی.

نوموړی د کندهار له مخورو غوښتنه کوي چې خپل ځوانان د سیمه ییزو پولیسو په څېر د سیمه ییزې اردو په لیکو کې ودروي.

د ارغنداب، ژېړۍ او پنجوايي ولسوالان د دې اقدام هرکلی کوي او وايي، په دې توګه به د ولسوالیو ځوانان وهڅول شي چې د ملي اردو په لیکو کې ودرېږي او هېواد ته خدمت وکړي.

د ارغنداب ولسوال حاجي شاه محمد احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، څو کاله وړاندې چې کندهار ډېر ناامنه و، د سیمه ییزو پولیسو تشکیل رامنځ ته شو چې د امنیت په ټینګښت کې یې ډېره ښه پایله ورکړه.

هغه زیاته کړه، د سیمه ییزې اردو له تشکیل سره سیمه ییز پولیس هم غښتلي کېږي او دواړه سیمه ییز ځواکونه له اړوندو نورو ملي امنیتي ځواکونو سره په همغږۍ د امنیت په ټینګښت کې اغېزناک کار کولای شي.

دی وايي، د سیمې له قومي مشرانو سره په ګډه یې هڅه کړې ده داسې ځوانان دغه ځواک ته معرفي کړي چې په خپله کلي او کوڅه کې ښه نوم لري او کومه جرمي سابقه ونه لري.

د کندهار د ولسوالیو اوسېدونکي وايي، دا چې سیمه ییزو پولیسو د امنیت په ټینګښت کې ښه کردار تر سره کړی، په ورته توګه به سیمه ییزه اردو هم د امنیت په ټینګښت کې ښه رول درلودلی دی.

د ارغنداب د منارې کلي اوسېدونکي عبدالباقي پژواک اژانس ته وویل، د سیمه ییزې اردو ځواک په دې ولسوالۍ کې تازه په کار پيل کړی چې خلک یې له چلند څخه خوښ دي.

دی وايي، کلونه مخکې چې د کندهار ولسوالۍ ډېرې ناامنه وې، د سیمه ییزو پولیسو په جوړېدو امن شوې، دوی هیله مند دي چې د سیمه ییزې اردو په راتګ به امنیت لا ټینګېږي، ځکه تر بل هر چا په خپله د سیمې اوسېدونکي کولای شي په ښه توګه د خپلو سیمو امنیت خوندي کړي.

په خپله د سیمه ییزې اردو سرتېري وايي چې د خلکو او خپلو کلیو د ساتلو په موخه په دغه ځواک کې درېدلي او هڅه کوي خپلې دندې په ښه توګه ترسره کړي.

د سیمه ییزې اردو د دویمې ټولۍ قوماندان تورن محمد رفیع پژواک خبري اژانس ته وویل، د ملی اردو په څېر یې مسلکي روزنه تر لاسه کړې او د هغوی په څېر اکمال او تجهیز دي.

نوموړی زیاتوي، سیمه ييزه اردو د ترهګرو په له منځه وړلو کې ښه اغېز لري، ځکه دوی په سیمه کې بلد دي او د خلکو همکاري هم ورسره زیاته ده.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement