ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار  درې ولسوالیو کې د سیمه ییزې اردو سرتېري په دندو وګومارل شول

د کندهار درې ولسوالیو کې د سیمه ییزې اردو سرتېري په دندو وګومارل شول

author avatar
19 Feb 2019 - 17:26
د کندهار  درې ولسوالیو کې د سیمه ییزې اردو سرتېري په دندو وګومارل شول
author avatar
19 Feb 2019 - 17:26

کندهار (پژواک، ۳۰ سلواغه ۹۷): د کندهار په درېیو ولسوالیو کې د سیمه ییزې اردو ځواک په دندو ګومارل شوی چې د دغو ولسوالیو د اوسېدونکو او چارواکو په وینا، د امنیت په ټینګښت او پوځي عملیاتو کې یې ښه رول لوبولی دی.

د کندهار ارغنداب، ژېړۍ او پنجوايي هغه درې ولسوالۍ دي چې د سیمه ییزې اردو درې ټولي په کې ځای پر ځای شوي دي.

په کندهار کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو د روزنیز مرکز مشر ډګروال فیض الدین کاکړ پژواک خبري اژانس ته وویل، تر دې مهاله د کندهار او اروزګان ولایتونو لپاره د سیمه ییزې اردو څلور ټولي روزل شوي او تر فراغت وروسته په دندو ګومارل شوي دي.

هغه زیاته کړه، د فارغ شوو ټولیو له ډلې درې ټولي د کندهار په ژېړۍ، پنجوايي او ارغنداب ولسوالیو او یو ټولى د اروزګان په ترینکوټ کې ځای پر ځای شوي او خپلې دندې مخ ته وړي.

د ده په خبره، د اروزګان د درېیو نورو ولسوالیو دهراوود، چنارتو او ترینکوټ لپاره هم د سیمه ییزې اردو د درېیو ټولیو روزنه او ګومارنه په پلان کې ده.

نوموړی وايي، ملي دفاع وزارت دغه پلان د سیمو د امنیت د لا ښه خوندیتوب لپاره اخیستی او دغه ځواک د سیمې له اوسېدونکو جوړ دی.

دی زیاتوي، د سیمه ییزې اردو غړي پخواني پولیس او یا هم د اردو غړي دي چې د سیمې د مخورو په ضمانت یې د جلب او جذب چارې تر سره کېږي او د ۲۰۵ اتل قول اردو تر امر لاندې په خپلو سیمو کې فعالیت کوي.

د ده په خبره، سیمه ییزې اردو ته هم د ملي اردو په څېر څلور میاشتنۍ روزنه ورکول کېږي او نږدې عین امتیازات لري.

د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند ډګرمن خوجه یحيی علوي هم وايي چې تر دې مهاله د کندهار په درېیو ولسوالیو او د اروزګان په یوې ولسوالۍ کې سیمه ییزه اردو په دندو ګومارل شوې ده.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ځواک د امنیت په خوندیتوب او پوځي عملیاتو کې ښه رول لوبولی، ځکه د سیمې اوسېدونکي دي او د هر څه په اړه معلومات لري.

نوموړی خبر ورکوي چې د سیمه ییزې اردو د روزنې لړۍ دوام لري او له اړتیا سره سم به د کندهار او نورو ولایتونو په څو ولسوالیو کې په دندو وګومارل شي.

د کندهار امنیه قوماندان تورنجنرال تادین خان وايي، د سیمه ییزې اردو جوړول او کلي د کليوالو په وسیله ساتل یو پر ځای ګام دی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.