کابل (پژواک، ٣٠ سلواغه ٩٧): ولسمشر غني وايي، له ترهګرۍ سره مبارزه به ادامه ولري، څلوېښت کلن بحران به په اساسي توګه پای ته ورسېږي او افغانستان به د تلپاتې او باعزته سولې خاوند شي.
نوموړي دغه خبرې د امریکا د متحدو ایالتونو د پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جوزف ووټل سره، نن ماسپښین په ارګ کې په کتنه کې کړې دي.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه کتنه کې دواړو لوریو د سولې پروسې، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل او پیاوړتیا او د تروریزم پر ضد د ګډې مبارزې په اړه بحث او خبرې وکړې.
سرچينې د جنرال ووټل له قوله ليکلي چې اوسنی ماموریت او کاري دوره یې پای ته رسېدلې او پرځای به یې داسې څوک راشي چې د افغانستان له شرایطو سره بلد وي او له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو، حکومت او خلکو سره به د ستراتيژیک همکار په توګه خپل کار ته ادامه ورکړي.
ولسمشر غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د امریکا متحدو ایالتونو د همکاریو او د جنرال ووټل د خدمتونو قدرداني وکړه او ويې ویل، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه تر پخوا پیاوړي شوي، مسلکي او محاربوي وړتیاوې یې ښې شوې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن