د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

لغمان کې د ماين چاودنې له امله شپږ ملکي وګړي وژل شوي

لغمان کې د ماين چاودنې له امله شپږ ملکي وګړي وژل شوي

Feb 19, 2019 - 14:33

جلال اباد (پژواک، ۳۰ سلواغه ۹۷): د لغمان ولايت قرغيو ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر موټر چاودنه شوې چې چارواکي په کې د شپږو کسانو د وژل کېدو خبره کوي.

د مسوولينو په وينا، ماين د ملکي وګړو پر سراچه موټر چاودنه کړې ده.

د لغمان د والي وياند اسد الله دولت زي د سلواغې په ۳۰مه پژواک اژانس ته وويل، نن له غرمې وړاندې شاو خوا ۱۱ بجې د قرغيو ولسوالۍ اړوند د سرخکانو د کډوالو د کمپ په سيمه کې یوه ځای پرځای شوي ماین د ولسي وګړو په سراچه موټر چاودنه کړې.

دی وايي، د چاودنې له امله په موټر کې سپاره شپږ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د نوموړي په وينا، ماين په سيمه کې له وړاندې ځای پرځای شوی و چې د موټر د ورتګ پرمهال يې چاودنه کړې ده.

د والي وياند زياته کړه، امنيتي ځواکونه سيمې ته رسېدلي او د پېښې پلټنه يې پيل کړې ده.

د چاودنې مسووليت تر اوسه چانه دى منلى .

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement