د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

مزار کې ماليه ورکولو ته د خلکو د هڅونې په موخه د بايسکل ځغلولو سيالۍ ترسره شوه

مزار کې ماليه ورکولو ته د خلکو د هڅونې په موخه د بايسکل ځغلولو سيالۍ ترسره شوه

Feb 19, 2019 - 14:43

مزار شريف ( پژواک، ۳۰سلواغه ۹۷): مزار شريف کې ماليه ورکولو ته د خلکو د هڅونې په موخه د بايسکل ځغلولو سيالي جوړه شوې وه، چې شاوخوا ۳۰ ښځينه او نارينه ورزشکارانو په کې برخه اخيستې وه.

ياده سيالي د افغانستان د ماليې وزارت په همکارۍ د بلخ د بدني روزنې رياست له خوا جوړه شوې وه.

د بايسکل ځغلولو دغه سيالي د مزار شريف ښار د مستوفيت رياست له مخې پيل شوه، چې د شاوخوا ۸ کيلومتر لارې په طی کولو سره د مزار شريف ښار  د مولانا پوهنتون مخې ته پای ته ورسېده.

د بلخ د مستوفيت رييس سيد اکبر سروري د سلواغې په ۳۰مه، پژواک ته وويل چې ياده سيالي يې ماليه ورکولو ته د خلکو د تشويق په موخه جوړه کړې ده.

هغه زياته کړه، هر کال د ماليې وزارت له خوا د ماليې ورکولو په موخه د عامه پوهاوي کمپاينونه پيل کېږي، چې مزار شريف کې د بايسکل ځغلولو نننۍ سيالي يې يوه بېلګه ده.

د سروري په خبره، د دې کمپاينونو موخه دا ده چې خلکو ته د ماليه ورکولو قوانين تشريح شي او هغوی تشويق شي چې په خپل وخت خپله ماليه ور کړي.

نوموړی زياتوي: (( تجربې ښودلې چې دا ډول کمپاينونه ډېر اغېزمن تمام شوي، څومره چې زموږ خلک له قوانينو خبرېږې په هماغه کچه ماليه ورکولو ته زړه ښه کوي)).

د بلخ د مستوفيت رييس زياته کړه، په معياري ډول د مالياتو په ورکړې سره د مالي فساد کچه هم راټيټېدای شي.

د هغه په خبره، د ورزشکارانو تر څنګ دوی هڅه کوي چې د نورو بېلابېلو اړخونو له لارې هم خپله دغه کمپاين ترسره کړي.

د افغانستان د بايسکل ځغلولو عمومي مسوولې سونيا سلطاني پژواک ته وويل چې د يادې سيالۍ موخه يې دا وه؛ څو د دغې سيالۍ له لارې مرسته وکړي، چې خلک ماليه ورکولو ته وهڅېږي.

د هغې په خبره، په دې برخه کې د عامه پوهاوي دا ډول پروګرامونه زيات اغېزمن دي.

نوموړې غوښتنه کوي، چې ماليې وزارت بايد د ورزشکارانو تر څنګ نورو برخو کې هم د ماليې ورکولو ته د خلکو د تشويق لپاره کار وکړي.

د مزار شريف اوسېدونکې شبانه شريفي، چې له تېرو څلورو کلونو راهيسې د بايسکل ځغلولو لوبغاړې ده، وايي چې تل يې هڅه کړې څو د ورزش له لارې خلک له دولت او نظام څخه ملاتړ ته وهڅوي.

نوموړې زياتوي، چې بايد خلک د ماليه ورکولو په برخه کې خپل مسووليت په سم  ډول ادا کړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement